ایتھوپیا كښې په اوسنيو نښتو كښې 30 پولیس چارواكي وژل شوي۔ ملګري ملتونه

ملګري ملتونه ۔3 فروری(اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري چارو رابطه كارۍ دفتر (یو اېن او سی اېچ اے) وئيلي دي ايتھوپيا كښې د اوسنيو نښتو په مهال 30 پولیس چارواكي وژلې شوي دي۔ د چین خبر رسنې ادارې د ايو اېن او سي اېچ حواله وركولو سره وئيلي دي تېره مياشت ماه عفار رياست كښې د درې سيمو په متنازعه ملكيت سختې نښتې پیل شوې د كومو په مهال چې 30 پولیس چارواكي ووژلې شؤ۔ ګاونډي سيمه ايز رياست كال 2014 كښې يوه لوظنامه مسترد كړے وه د كومې له مخې چې د درې واړو سيمو انتظاميه د عفار ماتحت كړې شوې وه۔ د دې درې سيمو معاشي اهميت ډېر زيات دے ولې چې دا اېتھوپيا د ګاونډي هېواد جبوتي بندر ځايونو سره تړي۔