يوګنډا – د ټرك او موټر په ټكر كښې 32 كسان مړه ، 5 ژوبل

کمپالا۔3فروری(اے پی پی) يوګنډا كښې د ټرك او موټر ترمينځه د ټكر په نتيجه كښې 32 كسان مړه او 5 ژوبل شوي۔ د چين خبر رسنې ادارې له مخې د يوګنډا رېډ كراس سوسائټي رابطه افسر آئرين نكاسيټا وئيلي دي دا پېښه هغه وخت رامخې ته شوه كله چې د يو مړي تدفين لپاره د تلونكو مسافرو ټرك يو موټر سره ټكر شو چې په نتيجه كښې ئې 32 كسان مړه او 5 كسان سخت ژوبل شول۔ بلخوا ریسکیو ډلو د حق رسېدليو كسانو مړي او ژوبل شوي نزدې روغتون ته منتقل كړي دي