اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي دي د الېكشن كمېشن د پرېكړې په ضد به اپيل كوؤ۔ عمران خان او جهانګير ترين به په ډاګه كوؤ۔ الېكشن كمېشن څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د عمران خان او جهانګير ترين د نااهلۍ رېفرنسز خارج كولو څخه وروستو به د الېكشن كمېشن پرېكړه …
د الېكشن كمېشن د پرېكړې په ضد به اپيل كوؤ۔ عمران خان او جهانګير ترين به په ډاګه كوؤ۔ د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز ميډيا سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 16 مارچ (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود او د قامي اسمبلۍ غړي دانيال عزيز وئيلي دي د الېكشن كمېشن د پرېكړې په ضد به اپيل كوؤ۔ عمران خان او جهانګير ترين به په ډاګه كوؤ۔ الېكشن كمېشن څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د عمران خان او جهانګير ترين د نااهلۍ رېفرنسز خارج كولو څخه وروستو به د الېكشن كمېشن پرېكړه اسلام آباد هائي كورټ او سپريم كورټ كښې چېلنج كوؤ۔ ده ووئيل عمران خان او جهانګير ترين بدنيته كسان دي۔ دانیال عزیز ووئيل وزیراعظم محمد نوازشریف د خپلو درې نسلونو حساب وركوي او عمران خپلې اثاثې پټوي د بني ګاله كور او غېر ملكي فنډنګ حساب نه وركوي۔ ده ووئيل تحريك انصاف تحريك الزام جوړ شوے۔ ده ووئيل عمران خان او جهانګير ترين به د سټے شاته څومره موده پټيږي۔ دوئي له به حساب وركول وي۔ ده ووئيل مونږ خپل قانوني حق محفوظ ساتو او اوس به سپريم كورټ ته رجوع كوؤ۔ او عمران خان او جهانګير ترين به په ډاګه كوؤ۔









