رياض 03 فروري (اے پي پي)د سعودي خارجه وزير شهزاده فيصل بن فرحان سره د آسټريا خارجه وزير اليګزينډر چيلنبرګ ټيليفوني تماس نيولے ۔د سعودي خبر رسنې ادارې له مخې دواړه خارجه وزيرانو د سعودي عرب او آسټريا ترمينځه بيلو څانګو كښې اړيكو او شريكې مرستې ته د ودې وركولو چارو جاج واخست۔ فيصل بن فرحان او اليګزينډر چيلنبرګ د شريكې خوښې په سيمه ايزو او نړيوالو چارو او د سيمې په حالاتو هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔دا خبره دې ياده وي دا مهال د سعودي عرب او ملګرو هېوادونو خارجه وزيران او اعليٰ عهديدار ټوله نړۍ كښې د بدليدونكو حالاتو او سيمه كښې د بدلون جاج اخستلو له يو بل سره په رابطه كښې دي