اسلام آباد – 15 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سر شمېره يوه مهمه قامي ذمه واري ده۔ د دې كاميابي د سمو معلوماتو وركولو او د عملې سره په زړه پورې مرستې سره تعلق لري ۔ هيله ده چې د قام هر وګړې به د دې فرض اهيمت تر مخه د سر شمېرې كارمندانو ته هركلې ووائي۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د …
سر شمېره يوه مهمه قامي ذمه واري ده۔ د دې كاميابي سمو معلوماتو وركولو او د عملې سره په زړه پورې مرستې سره تعلق لري

مزید خبریں
اسلام آباد – 15 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي سر شمېره يوه مهمه قامي ذمه واري ده۔ د دې كاميابي د سمو معلوماتو وركولو او د عملې سره په زړه پورې مرستې سره تعلق لري ۔ هيله ده چې د قام هر وګړې به د دې فرض اهيمت تر مخه د سر شمېرې كارمندانو ته هركلې ووائي۔ ده دا خبره د شورؤ په ورځ د سر شمېرې رسمي پېل كولو په مهال نشرياتي پېغام كښی وكړه۔ اولس مشر ووئيل 15 مارچ څخه هېواد كښې 6مه سر شمېره پېل شوې۔ دا كاميابول زمونږ ذمه واري ده۔ اولس مشر ووئيل سر شمېره يوه قامي ذمه واري او مهمه فريضه ده۔ د دې ادائيګي بايد د هر ډول سياسي او غېر سياسي مصلحت نه پرته وي۔ ده هيله ولرله چې اولس به د سر شمېرې عملې ته هركلې ووائي او دوئي ته به صحيح معلومات وركولو سره خپله قامي ذمه واري ترسره كړي۔ اولس ووئيل زه باور دركوم چې ستاسو د كورونو په اړه معلومات به راز ساتلې شي۔ ده ووئيل دې مقصد لپاره خاص عمله تربيه كړې شوې۔ او دوئي څخه سوګند پورته كړې شوې چې دوئي به د دې ټولو معلوماتو حفاظت كوي۔ ده ووئيل راځۍ چې د قامي ودانۍ سمې شمېرې جمع كولو سره خپل سباؤن محفوظ كړو









