اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان جمهوريه كرغزستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په ټولو څانګو كښې د اړيكو قوي كولو خوښي لري٬د اي سي او مشرانو غونډه كښې د كرغزستان وزيراعظم ګډون سره د سيمه ايزې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره زمونږ شريكې خوښې ته مرسته ترلاسه شوې۔د نهې پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د كرغزستان د …
پاكستان جمهوريه كرغزستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په ټولو څانګو كښې د اړيكو قوي كولو خوښي لري

مزید خبریں
اسلام آباد 14 مارچ (اے پي پي)وزيراعظم محمد نواز شريف وئېلي دي پاكستان جمهوريه كرغزستان سره خپلې اړيكې مهمې ګڼي او په ټولو څانګو كښې د اړيكو قوي كولو خوښي لري٬د اي سي او مشرانو غونډه كښې د كرغزستان وزيراعظم ګډون سره د سيمه ايزې مرستې او دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو لپاره زمونږ شريكې خوښې ته مرسته ترلاسه شوې۔د نهې پھ ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې د كرغزستان د پارلمان سپيكر ترسن بيكوف چينيبائي اكونوچ سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې سياسي او دفاعي مرسته لري بايد د دواړو هېوادونو د قامي اسمبليو ترمينځه مرسته زياته كړی شي دغسې چې زمونږ خاص اړيكې د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو څانګو مشتمل يو ستراتېژېكي شراكتدارۍ بدلې شي۔وزيراعظم ووئيل پاكستان د كرغزستان خپلو وروڼو سره پارلماني تجربو شيئر كولو له چمتو دے۔ده په اسلام آباد كښې انسټي ټيوټ آف پارليمنټ سروسز كښې د كورسونو د اهتمام وړاندېز وكړو۔وزيراعظم ووئيل بايد دواړه هېوادونه تجارتي او د شريكو پروژو ودې له سوداګرې ورورولۍ او د سرمايه كارو ترمينځه رابطو له آسانۍ وركړي۔په دې موقع د قامي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسي او نور چارواكي هم موجود وو۔









