پاكستان عمر له د يمن د اتحاد٬سالمتيا او د سيمه ايز يو والي ملاتړ كړی٬پاكستان به په يمن كښې امن او استحكام له خپله مرسته روانه ساتي

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز سره د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي د ګل پھ ورځ ليدلې دي او د خپل هېواد لپاره يې د پاكستان د اړخه په سياسي ملاتړ او معاشي مرسته مننه كړې ۔د وزيراعظم صلاحكار د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه او نزدې رابطو ذكر وكړو۔ده ووئيل پاكستان …

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز سره د يمن دوهم وزيراعظم او خارجه وزير عبدالمالك عبدالجليل المخلافي د ګل پھ ورځ ليدلې دي او د خپل هېواد لپاره يې د پاكستان د اړخه په سياسي ملاتړ او معاشي مرسته مننه كړې ۔د وزيراعظم صلاحكار د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه او نزدې رابطو ذكر وكړو۔ده ووئيل پاكستان عمر له د يمن د اتحاد٬سالمتيا او د سيمه ايز يو والي ملاتړ كړی٬پاكستان به په يمن كښې امن او استحكام له خپله مرسته روانه ساتي۔د يمن خارجه وزير د وزيراعظم صلاحكار د يمن وضعې٬د امن راوستو لپاره د هڅو او د ترهه ګرو نېټ ورك ختمولو لپاره د يمن حكومت د هلو حلو نه خبر كړو۔ده د خوراك كمي په سوب د بشري صورتحال پشمول يمن ته د پیښو امنيتي٬سياسي او معاشي چېلنجونو نه هم سرتاج عزيز خبر كړو۔د وزيراعظم صلاحكار په يمن كښې امن او استحكام له د اولس مشر هادي د حكومت هڅې وستائېلې چې په سوب يې د يمن 80 فيصده څخه زياته سيمه باندې كنټرول ترلاسه شوې۔ده هيله څرګنده كړه چې نړيوالې مرستې سره به د يمن په پاتې سيمو هم د حكومت كنټرول ومومي ۔ده ووئيل ترهه ګري د سيمې لپاره شريك خطر دے كومې ته چې د ټولو هېوادونو د كوټلو هڅو د لارې ماتې وركړی كېدې شي۔په دې موقع د دواړو هېوادونو ترمينځه په بېلو څانګو كښې د مرستې جاج هم واخستې شو۔خارجه صلاحكار سرتاج عزيز د يمن پھ زندانونو كښې د 7 پاكستانيانو بنديوانو په راخوشې كولو د يمن حكومت مننه وكړه

مزید خبریں