پاكستان به د مسلمانانو اتحاد لپاره د سفارتي اقداماتو ملاتړ كوي

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان به د مسلمانانو اتحاد لپاره د سفارتي اقداماتو ملاتړ كوي٬پاكستان د ټولو مسلمانانو هېوادونو ترمينځه په امن ناكه او د ملګرتيا په اړيكو باور لري او د دې جذبې ترمخه پاكستان تل د مسلمانانو هېوادونو ترمينځه د شخړو هواري له د خپلو خذماتو او ملاتړ وړاندېز كړی۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې …

اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی)د وزيراعظم د خارجه چارو صلاحكار سرتاج عزيز وئېلي دي پاكستان به د مسلمانانو اتحاد لپاره د سفارتي اقداماتو ملاتړ كوي٬پاكستان د ټولو مسلمانانو هېوادونو ترمينځه په امن ناكه او د ملګرتيا په اړيكو باور لري او د دې جذبې ترمخه پاكستان تل د مسلمانانو هېوادونو ترمينځه د شخړو هواري له د خپلو خذماتو او ملاتړ وړاندېز كړی۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال سرتاج عزيز ووئيل وزيراعظم سعودي عرب او ايران ته په داسې وخت كښې تللې كله چې ايران كښې د سعودي عربستان په سفارتي مشن د بريد په لړ كښې سعودي د ايران سره خپلې سفارتي اړيكې منقطع كړی وې۔ ده ووئېل د پاكستان د دواړو مسلمانانو هېوادونو ترمينځه تاؤ تريخوالي ختمولو له د هڅې ستائنه ايران او د سعودي سره سره نړيوالې ورورولۍ هم كړې۔ده ووئيل د سفارتونو او قونصلګرو سره پاكستان بهر هېوادنو كښې 126 سفارتي مشنز لري٬ 16 ۔ 2015 په بجټ كښې دې لپاره 11 اربه 67 كروړه 30 لكه روپۍ بېلې كړی شوي۔ده ووئيل په مشنز كښې فوكل پرسن غوره كړی شوي كوم چې ګيلې لرې كوي

مزید خبریں