اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سي پیك پاكستان يو په زړه پورې هېواد جوړ كړی٬تر 2025 مو پاكستان د نړۍ په وړومبنو 25 لويو معيشونو كښې د شاملولو لوظ كړې او د وژن 2047 د لارې به پاكستان د نړۍ په ښو لويو معيشتونو كښې شاملولې شي۔ده د ګل په ورځ همدرد پوهنتون كانوكېشن ته خطاب كولو۔ده …
د حكومتي ګامونو له امله هېواد په تندۍ سره پرمختګ كوي٬د نړۍ ټولې مستندې جريدې پاكستان غوره معيشت ګرځوي

مزید خبریں
اسلام آباد 13 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي سي پیك پاكستان يو په زړه پورې هېواد جوړ كړی٬تر 2025 مو پاكستان د نړۍ په وړومبنو 25 لويو معيشونو كښې د شاملولو لوظ كړې او د وژن 2047 د لارې به پاكستان د نړۍ په ښو لويو معيشتونو كښې شاملولې شي۔ده د ګل په ورځ همدرد پوهنتون كانوكېشن ته خطاب كولو۔ده ووئيل په هېواد كښې د برېښنا نوې پروژې روانې دي٬تر ډېره حده په لوډشېډنګ قابو موندلې شوې او ډېر زر به لوډ شېډنګ په بشپړه توګه ختم كړی شي۔ده ووئيل د حكومتي اقداماتو له امله هېواد په تندۍ سره پرمختګ كوي٬د نړۍ ټولې مستندې جريدې پاكستان يو ښه معيشت ګرځوي٬د پاكستان سټاك ايكسېچنج د آسيا ښه سټاك اېكسچېنج ګرځولې كېږي٬ ده ووئېل تر 2025 مو د پاكستان د نړۍ وړومنبو 25 لويو معيشونو كښې د شاملولو لوظ كړې۔ده ووئيل د پاكستان په ټولو ضلعو كښې ځوانانو له د تعليم معياري آسانيو وركولو په خاطر د پوهنتونونو جوړول د حكومت مشن دے٬ده ووئيل د انسانيت پرمختګ او د نړۍ امن له زمونږ ځوانانو له حقيقي صلاحيت كارولو سره د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كول وي۔ده ووئيل د علم او تحقيق اصل مقصد د ځايې مسئلو حل او سماجي او معاشرتي ښېګړه ده









