د پاك چين صنعتي مرستې سره به ځائي صنعت وده ومومي او پېداواري استعداد به زيات شي٬ احسن اقبال

اسلام آباد ۔ 12 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي چې د پاك چين صنعتي مرستې سره به ځائي صنعت وده ومومي او پېداواري استعداد به زيات شي۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبه كښې د صنعتي پرمختګ څلورمه مهمه برخه ده او د چين صنعتونه د نورو هېوادونو په …

اسلام آباد ۔ 12 مارچ (اے پی پی) د منصوبه بندۍ ٬ پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي چې د پاك چين صنعتي مرستې سره به ځائي صنعت وده ومومي او پېداواري استعداد به زيات شي۔ د اتوار په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبه كښې د صنعتي پرمختګ څلورمه مهمه برخه ده او د چين صنعتونه د نورو هېوادونو په ځائې پاكستان ته منتقل كېږي۔ پاكستان كښې د چين صنعتونو جوړېدو سره به بې روزګاري ختمه او د پېشه ورو صلاحيتونو په وده كښې مرسته ترلاسه شي۔ هېواد كښې نوي صنعتي زونز جوړېدو سره به د ځائي صنعت سرمايه كاري زياته شي۔ ده ووئيل د چين صنعت څخه ځائي صنعت ته هېڅ خطر نشته۔ بلكې دې سره به د ځائي صنعت پرمختګ او پېداواري صلاحيتونو زياتېدو كښې مرسته ترلاسه شي۔ وفاقي وزير ووئيل چين پاكستان صنعتي مرستې سره به پاكستاتن د منطقې يو مهم پېداواري هېواد جوړ شي۔

مزید خبریں