علماﺀ كرام دې ټولنه كښې يو والي ٬ د همغږۍ ودې او د اسلام حقيقي تعليماتو په ضد د بې بنسټه پروپېګنډې د منځھ وړولو له خپل فعاله كردار ترسره كړي۔ حكومت او علماﺀ كرام به ټولنه كښې د انتشار خپرونكو ټولو هڅو ناكامه كولو له په ګډه هلې ځلې كوي۔ د شهيد مفتي سرفراز نعيمي او مولانا حسن جان په شان علماﺀ كرامو او مذهبي لارښودو د مذهبي فرض ادا كولو او په اولس كښې يو والي پېدا كولو له د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ پاكستان مسلم ليګ (ن) به د علماﺀ كرامو په مرسته كركه او انتشار خپرونكي ختم كړي۔ علماﺀ كرام بايد د صوبائي تعصب په ضد هم غږ پورته كړي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف د جامعه نعيميه تر سېوري لاندې سيمينار ته خطاب

لاهور ۔ 11 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په علماﺀ كرامو زور راوړے چې ټولنه كښې يو والي ٬ د بشپړې همغږي ودې او د حقيقي اسلامي تعليماتو په ضد د بې بنسټه پروپېګنډې د منځھ وړولو له خپل فعال كردار ترسره كړي۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت او علماﺀ كرام به ټولنه كښې د انتشار خپرولو ټولې هڅې ناكامه كولو له په ګډه هڅې كوي …

لاهور ۔ 11 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف په علماﺀ كرامو زور راوړے چې ټولنه كښې يو والي ٬ د بشپړې همغږي ودې او د حقيقي اسلامي تعليماتو په ضد د بې بنسټه پروپېګنډې د منځھ وړولو له خپل فعال كردار ترسره كړي۔ د پاكستان مسلم ليګ (ن) حكومت او علماﺀ كرام به ټولنه كښې د انتشار خپرولو ټولې هڅې ناكامه كولو له په ګډه هڅې كوي او د خپلو شريكو هڅو د لارې به هېواد د امن مركز جوړ كړي او دا به مستحكم كړي۔ د فرقه واريت منفي جذباتو ته هوا وركولو او د جهاد حقيقي پېغام مسخ كولو سره نړۍ كښې انتها خوښي خپره كړې شوه۔ د شهيد مفتي سرفراز نعيمي او مولانا حسن جان په شان علماﺀ كرامو او مذهبي لارښودو د مذهبي فرض ادا كولو او په اولس كښې يو والي پېدا كولو له د خپلو ځانونو قرباني وركړې۔ پاكستان مسلم ليګ (ن) به د علماﺀ كرامو په مرسته كركه او انتشار خپرونكي ختم كړي۔ علماﺀ كرام بايد د صوبائي تعصب په ضد هم غږ پورته كړي۔ وزيراعظم د خالي په ورځ د دار العلوم جامعه نعيميه د سېوري لاندې سيمينار او د ډاكټر محمد سرفراز نعيمي شهيد 8م كليزې دستورې ته خطاب كولو ۔ وزيراعظم په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې په ټوله نړۍ كښې اسلامي تعليمات د خپل حقيقي روح ترمخه وړاندې كړې شوي نه دي۔ ولې بياهم علماﺀ كرامو د منبر او محراب د لارې د بېلو چېلنجونو مقابله كولو او د اسلام حقيقي تشخص رامخې ته كولو له خپل كردار ترسره كړې۔ وزیراعظم ووئيل په كال 2013ء كښې چې پاكستان مسلم ليګ (ن) ته اولس د حكومت كولو مېنډېټ وركړو نو لوئے مقصد د اولس د ژوند ساتنه كول او هېواد كښې امن راوستل وو۔وزيراعظم ووئيل د پوځ او پوليس ځلمو په مړانه ددې چېلنج مقابله وكړه او اولس هم د ترهه ګرۍ لعنت په ضد د يو والي څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل مونږ د نړۍ په مقابله كښې د ترهه ګرۍ په ضد تر ټولو لوئے جنګ كړے او د ترهګرو ملا مو ماته كړې۔ هېواد كښې چې كوم پاتې دي هغوي به هم خپل انجام سره مخامخ كوؤ۔ ده ووئيل په دې هڅو كښې د علماﺀ كردار تر ټولو زيات مهم دے۔ وزيراعظم په دې لړ كښې د خدائے بخښلي مفتي سرفراز نعيمي د كردار ستائنه كولو سره ووئيل دوئي او د دوئي په شان نور علماﺀ كرام د خپلو هڅو او تعليماتو د لارې د قام يو والي له كردار ترسره كړې۔

مزید خبریں