جوهانسبرګ 08 جنوري(اے پي پي) سوئيلي افريقې د پاكستان په ضد ټيسټ سيريز لپاره 21 كسيز سكواډ اعلان كړے چې پكښې ډېرن ډوپاويلن او اوټنائل بارټمين په وړومبي ځل په لوبډله كښې شامل كړے شوي۔ د سوئيلي افريقې د كركټ لوبډله به په روانه مياشت كښې د پاكستان دوره كوي چرته چې به دوه ټېسټ او د درېو ټي 20 انټرنېشنل مېچونو سيريز كوي۔ د سكواډ وكټ كيپر بېټسمين کوئنټن ډي کاک به د ټيم قيادت كوي او په نورو لوبغاړو كښې تېمبا بووما، اېډن مارکرم، فاف ډوپليسي، ډين اېلګر، کاګيسو ربادا، ډوين پريټوريئس، کېشيو مهاراج، لونګي نګيډي، ريسي وين ډر ډوسن، اېنرچ نورجے، ويان مولډر، لوتھو سمپالا، بيوران هينډرکس، کائل ويرنين، سريل ايروي، کيګان پيټرسن، تبرېز شمسي، جارج لنډے، ډيرن ډوپاويلن او اوټنائل بارټمين شامل دي، ټي 20 سيريز لپاره به د سکواډ اعلان وروستو كېږي، د سوئيلي افريقې لوبډله به د جنورۍ په 15مه نيټه پاكستان ته راونېږي۔