اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان میانمر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني او د لوړې كچې پلاويو روابط لا زياتولو ته اړتيا ده ۔ اولس مشر ممنون حسېن سره د جمعې په ورځ د میانمر سفير وېن نېګ ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د ميانمر جمهوريت پلو ګام اخستل ګتور دے ۔اولس مشر ووئيل …
پاکستان میانمر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي

مزید خبریں
اسلام آباد 10 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي پاکستان میانمر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني او د لوړې كچې پلاويو روابط لا زياتولو ته اړتيا ده ۔ اولس مشر ممنون حسېن سره د جمعې په ورځ د میانمر سفير وېن نېګ ملاقات كښې كړې۔ ده ووئيل د ميانمر جمهوريت پلو ګام اخستل ګتور دے ۔اولس مشر ووئيل د جمهوريت مقصد امن او ورورولۍ ته وده وركول دي او بايد خواږه ئې اولس ته ورسي۔ اولس مشر ووئيل پاكستان ميانمر كښې د جمهوريت بشپړ ملاتړ كوي۔ اولس مشر ووئيل پاکستان میانمر سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي ٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه پارلماني او د لوړې كچې پلاويو لا زياتولو ته اړتيا ده دغسې چې اړيكې لا قوي شي او سرمايه كاري زياته شي۔ اولس مشر ممنون حسېن ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت صلاحيت هم بايد زيات كړې شي ۔ ده ووئيل پاكستان غواړي چې ميانمر كښې امن او خوشحالي وي۔ اولس مشر ووئيل دا يو تاريخي حقيقت دے چې د پاكستان جوړېدو نه پس وړومبې د ميانمر سفير يو پي كن قائداعظم ته خپل سفارتي سندونه وړاندې كړي وو۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې سفير به هېواد ته ستنېدو سره د پاكستان مثبت تشخص رامخې ته كړي ۔ سفير ووئيل پاكستان او د پاكستان اولس ته ډېرد قدر په ستركو ګورو او پاكستان كښې خپله سفارتي موده به يو يادګار وي ۔









