اسلام آباد ۔10 مارچ(اے پی پی) سېنېټ كښې په سوشل ميډيا د نبی کریمﷺ ‘ صحابه كرامو (رض) او اهل بیتو په اړه د سپكاوي موادو د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې شوې۔ د جمعې په ورځ سناتور كامل علي آغا تحريك وراندې كړو چې د اعتراض وړ موادو غندنې له د قرارداد وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ چیئرمېن ایوان څخه د تحريك منظوري ترلاسه كړه او …
سېنېټ كښې په سوشل ميډيا د نبی کریمﷺ ‘ صحابه كرامو (رض) او اهل بیت په اړه د سپكاوي موادو د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې شو

مزید خبریں
اسلام آباد ۔10 مارچ(اے پی پی) سېنېټ كښې په سوشل ميډيا د نبی کریمﷺ ‘ صحابه كرامو (رض) او اهل بیتو په اړه د سپكاوي موادو د غندنې قرارداد په يوه خله منظور كړې شوې۔ د جمعې په ورځ سناتور كامل علي آغا تحريك وراندې كړو چې د اعتراض وړ موادو غندنې له د قرارداد وړاندې كولو اجازه دې راكړې شي۔ چیئرمېن ایوان څخه د تحريك منظوري ترلاسه كړه او دې څخه وروستو سناتور كامل علي آغا قرارداد وړاندې كړو۔ قرارداد كښې وئيلې شوي پاكستان د كلمه طيبه په بنياد جوړ شوے۔ د ټولو انبياﺀ علېهم السلامو او په خاص توګه د نبي كريم (ص) ٬ صحابه كرامو او اهل بېتو د ناموس ساتنې ذمه واري د پاكستان ده۔ په دې وروستو ورځو كښې د ناموس رسالت او صحابه كرامو په اړه د سپكاوي موادو د لارې ځينې عناصر د مسلمانو جذبات راپارولو له هڅې كوي۔ اسلام د كومې هم مقدسې هستۍ د سپكاوي اجازه چا له هم نه وركوي۔ اړوند محكمه بايد د 295 ترمخه داسې عناصر او د دوئي سهولت كارو ته عبرتناكه سزا وركړي او د سوشل ميډيا په شمول د دا ډول ټولو ذريعو څارنه وكړې شي









