كوېت سټي 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف او د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح د پاكستان او كوېت تر مېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده ۔ دواړو مشرانو په كوېت سټي كښې په اميري ديوان كښې د شريكې خوښې په چارو خبرې كړې۔ په دې موقع وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پاكستان كوېت سره خپلو اړيكو ته …
د وزيراعظم محمد نواز شريف او د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح لخوا د پاكستان او كوېت تر مېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم څرګندونه

مزید خبریں
كوېت سټي 07 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف او د كوېت امير شېخ صباح الاحمد الجابر الصباح د پاكستان او كوېت تر مېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده ۔ دواړو مشرانو په كوېت سټي كښې په اميري ديوان كښې د شريكې خوښې په چارو خبرې كړې۔ په دې موقع وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل پاكستان كوېت سره خپلو اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او په بېلا بېلو څانګو كښې د لا مرستې د لارې دا اړيكې لا قوي كول غواړي۔ ده ووئيل د كوېت او پاكستان ترمېنځه د صنعت٬ كركيلې٬ توان او د دفاع په څانګو كښې د مرستې زياتولو ضرورت دے۔ وزيراعظم د كوېت سرمايه كارو ته ووئيل په پاكستان كښې د معاشي موقعو څخه استفاده وكړې۔ ده د كوېت امير د كوېت وزيراعظم ٬ د پارلمان سپيكر او د كوېت تجارانو او سرمايه كارو سره د خپلو ګټورو ملاقاتونو په اړه خبر كړه۔ وزيراعظم په تود هركلي كولو د كوېت د امير مننه وكړه۔ په دې موقع د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬ د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي٬ د سرمايه كارې بورډ چيئرمېن مفتاح اسماعيل او د پاكستان سفير غلام دستګير هم موجود وو۔









