د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې لويديز روټ او څلورو واړو صوبو كښې د سترو لارو تفصیلات وړاندې كړې شوي

اسلام آباد 07 مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې لويديز روټ او څلورو واړو صوبو كښې د سترو لارو تفصیلات وړاندې كړې شوي ۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال احسن اقبال ووئيل په لويديز روټ ٬ تربت٬ ګوادر اېم ایټ پروژه تقریباً 20 اربه روپو څخه زيات لګښت راځي ٬ …

اسلام آباد 07 مارچ(اے پی پی) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقی وزیر احسن اقبال د چین پاکستان اقتصادی راهدارۍ پروژې لويديز روټ او څلورو واړو صوبو كښې د سترو لارو تفصیلات وړاندې كړې شوي ۔ د نهې په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال احسن اقبال ووئيل په لويديز روټ ٬ تربت٬ ګوادر اېم ایټ پروژه تقریباً 20 اربه روپو څخه زيات لګښت راځي ٬ ۔ ډی آئی خان285 کلو میټره پروژې پھ بيل پیکجز کار روان دے۔ ده ووئېل په پیکج ون 12 فیصده ‘ پیکج 3 دوه فیصده ‘ پیکج 4 دوه فیصده كار شوې ۔ ده ووئيل سی پیك خېبر پښتونخوا كښې خنجراب نه تر برهان ایکسپریس وے‘ ۔ موټروے‘ پنجاب كښې اسلام آباد لاهور موټروے‘ فیصل آباد ملتان موټروے‘ سندھ كښې ملتان سکھر موټروے‘ سکھر حیدرآباد موټروے‘ حیدرآباد کراچۍ موټروے‘ سندھ بلوچستان كښې رتوډیرو‘ خضدار دغسې بلوچستان كښې خضدار بسمه ‘ ډی آئی خان‘ ژوب‘ مغل کوټ‘ ژوب کوئټه ‘ چمن خضدار‘ سوراب خوشاب او د ګوادر سترې لارې شاملې دي

مزید خبریں