اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ غړو د هېواد خارجه پالیسۍ ته د بيا كتلو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ګاونډيانو سره ښې اړيكې د وخت تقاضا ده ٬ افغانستان سره د اړيكو بحالۍ له دې د پارلمان جرګه وړومبے ولېږلې شي، په سی پیك عملدرآمد د حکومت د خارجه پالیسۍ د كاميابۍ ښكاره ثبوت دے، د هند او افغانستان پولو مینجمنټ په اړه …
ګاونډيانو سره ښې اړيكې د وخت غوښتنه ده

مزید خبریں
اسلام آباد 07 مارچ (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ غړو د هېواد خارجه پالیسۍ ته د بيا كتلو په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي ګاونډيانو سره ښې اړيكې د وخت تقاضا ده ٬ افغانستان سره د اړيكو بحالۍ له دې د پارلمان جرګه وړومبے ولېږلې شي، په سی پیك عملدرآمد د حکومت د خارجه پالیسۍ د كاميابۍ ښكاره ثبوت دے، د هند او افغانستان پولو مینجمنټ په اړه به هوم ورك په ډاګه كول وي۔ د نهې په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د شاهدہ رحمانی لخوا په وړاندې كړې شوي تحریك بحث كښې د تحریك انصاف غړي ډاکټر شیریں مزاری ووئيل هند د لائن آف کنټرول خلاف ورزی كوي۔ دې ووئيل كه په پاك افغان پوله بندولو د ترهه ګرۍ مخنيوي كيدې شي نو پارلمان دې خبر كړې شي۔ شاهدہ رحمانی ووئيل پاکستان له به د ګاونډيانو سره اړيكې ښو كولو ته پام لرنه كول وي۔ صاحبزادہ طارق اللہ ووئيل په خارجه پالیسۍ په ايوان كښې بحث د وخت مهمه تقاضا ده۔د ترهه ګرۍ په مخنيوي كښې خارجه پاليسي مهم كردار لري۔ د افغانستان سره موجوده اړيكې د فکر وړ خبره ده۔ ده ووئېل د پارلمان شريكه غونډه دې رابللې شي او په خارجه پالیسۍ دې بحث وكړې شي، بايد مونږ په خارجه پالیسۍ نظرثانی وكړو۔ ده ووئيل افغانستان سره د اړيكو بحالۍ له دې د پارلمان جرګه هلته ولېږلې شي









