اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي حكومت د سرمايه كارۍ پاليسۍ مرتب كولو سره نيغه په نيغه خارجي سرمايه كارو راغب كولو او د ښه كاروباري ماحول لپاره جامع فرېم ورك رامخې ته كړې ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د چائنه شپ بلډنګ كمپنۍ چيئرمېن ژو زيكي سره كړې چا چې ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كړې ۔ …
حکومت د خارجي سرمايه كارو راغب كولو او ښه كاروباري چاپېرچل له فرېم ورك رامخې ته كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 03 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي حكومت د سرمايه كارۍ پاليسۍ مرتب كولو سره نيغه په نيغه خارجي سرمايه كارو راغب كولو او د ښه كاروباري ماحول لپاره جامع فرېم ورك رامخې ته كړې ۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د چائنه شپ بلډنګ كمپنۍ چيئرمېن ژو زيكي سره كړې چا چې ده سره په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات كړې ۔ وزیراعظم ووئيل مونږ يوه خپلواكه او سرمايه كار دوسته پاليسي خپله كړې چې پكښې به د سرمايه كارو ګټه بهر هېواد له په لېږلو كوم بندېز نه وي۔ وزیراعظم ووئيل د پاکستان پالیسې د لبرلائزېشن، ډي رېګولېشن، پرائیوېټائزېشن او د اسانۍ وركولو په بنياد جوړه ده ۔ ده ووئيل حکومت د كركيلې٬ صنعت او خدماتو ښه والي ته په سنجيدګۍ پام لرنه كوې ٬د سماجي څانګې د پرمختګ ډېر پروګرامونه پېل كړي شوي۔ وزیراعظم ووئيل د تېرو 4 كالو په مهال د پاكستان اقتصادي حالت په ځانګړې توګه شه شوې د كوم چې په نړيواله كچه ستائنه كېږي ۔ ده ووئيل د افراط زر شرح پرله پسې كمېږي او د زرمبادله پانګې او ترسيلات زر زياتېږي۔ وزیراعظم د چائنه شپ بلډنګ کمپنۍ ته بلنه وركړې چې ھغه دې پي اېن اېس سي او كراچۍ شپ يارډ سره په ګډه منصوبو كښې سرمايه كاري وكړي۔د ملاقات په مهال پاكستان كښې د چين سفیر سن وئي ډونګ، د وزیراعظم خاص مرستيال طارق فاطمي، د سرمايه كارۍ بورډ چیئرمېن مفتاح اسماعیل او نور سینئر چارواكي هم موجود وو۔









