د منطقې په سياسي او معاشي سوكالۍ او امن كښې د پاكستان كردار ډېر مهم دے۔ اقتصادي پوهان

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د نړيوالو اقتصادي چارو ماهرې ډاكټرت نور فاطمه وئيلي دي د منطقې په سياسي ٬ معاشي سوكالۍ او امن كښې د پاكستان كردار ډېر مهم دے۔ راډيو پاكستان سره خبرو كښې دې ووئيل پاكستان منطقه كښې په جغرافيائي اعتبار سره د اهميت وړ هېواد دے او پاكستان سره د اتحاد نه غېر منطقه كښې سياسي او معاشي پرمختګ او امن او امان امكان …

اسلام آباد 02 مارچ (اے پي پي) د نړيوالو اقتصادي چارو ماهرې ډاكټرت نور فاطمه وئيلي دي د منطقې په سياسي ٬ معاشي سوكالۍ او امن كښې د پاكستان كردار ډېر مهم دے۔ راډيو پاكستان سره خبرو كښې دې ووئيل پاكستان منطقه كښې په جغرافيائي اعتبار سره د اهميت وړ هېواد دے او پاكستان سره د اتحاد نه غېر منطقه كښې سياسي او معاشي پرمختګ او امن او امان امكان نه لري۔ دې ووئيل هند نړۍ كښې مونږ يوازې كول غواړي خو د اي سي او 13مې كاميابې غونډې نه پس په نړۍ دا خبره واضحه شوې چې پاكستان نړۍ كښې تنها نه دے او په غونډه كښې شريك ټول هېوادونه د پاكستان ملګري دي اود پاك چين اقتصادي لارې په منصوبه كښې شريكېدو له هم چمتو دي۔ دې ووئيل ھغوي په دې خبره پوهېږي چې د دې منصوبې كاميابي د منطقې او نړۍ معاشي اقتصادي پرمختګ سره تړلے شوې چې ورسره به ټوله نړۍ كښې د تجارت نوې مزل پېل شي۔ د ترهه ګرۍ په اړه د يوې پوښتنې په ځواب دې ووئيل د منطقې امن او سوكالۍ له به پاكستان٬ ايران ٬ هند او افغانستان له په اجتماعي توګه كار كول وي

مزید خبریں