اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د فاټا اصلاحات كمېټۍ سفارشاتو اصولي منظوري وركړې شوه ۔ د زيارت په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د وفاقي كابينې غونډې ته خپله وېنا كښې وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل پاكستان د هر وګړي دے او هر وګړي ته د فرق نه غېر د پرمختګ او سوكالۍ يو ډول موقع ترلاسه …
وفاقي كابينې د فاټا اصلاحات كمېټۍ سفارشانو اصولي منظوري وركړه

مزید خبریں
اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم محمد نواز شريف په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د فاټا اصلاحات كمېټۍ سفارشاتو اصولي منظوري وركړې شوه ۔ د زيارت په ورځ په وزیراعظم هاؤس كښې د وفاقي كابينې غونډې ته خپله وېنا كښې وزیراعظم محمد نواز شریف ووئيل پاكستان د هر وګړي دے او هر وګړي ته د فرق نه غېر د پرمختګ او سوكالۍ يو ډول موقع ترلاسه كېدل پكار دي۔ ده د فاټا د اولس هېواد سره د مينې او د قامي جذبې ستائنه كولو سره ووئيل د فاټا د اولس تاريخ پاكستان سره د مينې د مثالونو نه ډك دے۔ وزیراعظم ووئيل د فاټا اولس د پاكستان خپلواكۍ ٬ سالميت او دفاع لپاره لازوال قربانۍ وركړې دي ٬ وخت راغلې چې د فاټا اولس په مركزي چوكاټ كښې شامل كړې شي او د دوي د محرومو خاتمه وكړې شي۔ وزیراعظم ووئيل فاټا ٬ ګلګت بلتستان او آزاد كشمير د اولس په قامي وسائلو ھغه حق لري كوم چې چې د نورو صوبو اوسېدونكي لري۔ وزيراعظم د فاټا اولس ته د ھغوي د جائز حق له مخې په قامي وسائلو كښې د حق وركولو حمايت وكړو۔ ده د هېواد يوالي له قامي جذبې ته وده وركولو او د هېواد په ټولو برخو كښې مېشته وګړو ته د پرمختګ مېوؤ څخه د مستفيد كولو په حاجت زور رواړو۔ وزیراعظم ووئيل د پرمختګ په زغل كښې وروستو پاتې شويو سيمو ته زيات پام كول زمونږ ذمه واري ده او په دغه سيمو كښې اولس ته د ژوند په بېلا بېلو څانګو كښې د پرمختګ موقعې وركړې شي۔ د وفاقي كابينې په غونډه كښې د سېفران سېكتر ارباب شهزاد د فاټا اصلاحاتو كمېټۍ سفارشانو كابينې ته بريفنګ وركړو۔د خېبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جھګړا په خاص بلنه په غونډه كښې ګډون وكړو









