اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف سره د اي سي او مشرانو غونډې په مهال د کرغزستان خپل همڅنګ جېن بېکوف سورنبائي ليدلي۔ وزيراعظم د اي سي او مشرانو په غونډه كښې د كرغزستان خپل همڅنګ د ګډون مننه كولو سره ووئيل چې غونډه كښې ستاسو وړاندې كړې شوې تجويزونه د قدر وړ ګرځولي شوي۔ د کرغزستان وزیراعظم د اي سي او په كاميابه غونډه …
وزیراعظم محمد نواز شریف سره د کرغزستان خپل همڅنګ جېن بېکوف سورنبائي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف سره د اي سي او مشرانو غونډې په مهال د کرغزستان خپل همڅنګ جېن بېکوف سورنبائي ليدلي۔ وزيراعظم د اي سي او مشرانو په غونډه كښې د كرغزستان خپل همڅنګ د ګډون مننه كولو سره ووئيل چې غونډه كښې ستاسو وړاندې كړې شوې تجويزونه د قدر وړ ګرځولي شوي۔ د کرغزستان وزیراعظم د اي سي او په كاميابه غونډه كولو پاكستان ته مباركي وركولو سره په غوره مېلمستيا كولو د ده مننه وكړه۔ وزیراعظم د كال 2015 په مئي كښې د بشكك د دورې ذكر وكړو كومه چې ډېره ګټوره وه ۔ دوي د دورې په مهال د پرېكړو په عملي كولو د اطمينان څرګندونه وكړه۔ دواړو مشرانو تجارت٬ معيشت ٬ توان او د دفاعي مرستې په زياتولو ټينګار وكړو٬ په دې لړ كښې دوي د سترو لارو او د رابطو په پېشرفت هم د اطمينان څرګندونه وكړه د كومو د لارې به چې جمهوريه كرغزستان پاكستان سره تړلې شي









