د پاکستان او ایران ترمېنځه تاريخي رشتې په شريكه عقيده ٬ كلتور ٬ اقتصادي مرستې او په اولسي كچ رابطو اډانه دي

اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د اي سي او مقاصدو ودې له د ايران د كردار ستائنه كړې۔ د شورؤ په ورځ د اي سي او غونډې په مهال د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښی په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه …

اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) وزیراعظم محمد نواز شریف د اي سي او مقاصدو ودې له د ايران د كردار ستائنه كړې۔ د شورؤ په ورځ د اي سي او غونډې په مهال د ايران اولس مشر ډاكټر حسن روحاني سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې دواړو لارښودو په دوه اړخيزه اړيكو او د شريكې خوښی په سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔وزيراعظم ووئيل د پاکستان او ایران ترمېنځه تاريخي رشتې په شريكه عقيده ٬ كلتور ٬ اقتصادي مرستې او په اولسي كچ رابطو اډانه دي۔ دواړه هېوادونه بايد دوه اړخيزه مرسته لا زياتولو ته خاص پاملرنه وكړي۔ ده د دوه اړخيزه تجارت پراخا كولو په حاجت هم زور راوړو۔ ایرانی اولسمشر اي سي او مرستې لپاره د يو سيمه ايز فورم په حېث مهم وګرځولو او اسلام آباد كښې د ددې 13 مې غونډې په كولو ئې د وزيراعظم مننه وكړه۔ د يو كال په كمه موده كښې دا د ايران اولس مشر دويمه دوره د پاكستان ايران سره دوه اړخيزه اړيكې مضوبطولو له د شريكې خوښې عكاسي كوي

مزید خبریں