اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي اوسنې حکومت د کېپټل مارکيټس آسانۍ او د ھغې موثره رېګولېشن له د اېس اي سي پي د هلو ځلو بشپړه مرسته كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اېس اي سي پي چيئرمېن ظفر الحق حجازي سره په ملاقات كښې وكړې۔ د خزانې وزير د كمپنيز بل 2017 جوړولو كښې د اېس اي …
حکومت د کېپټل مارکيټس آسانۍ او د ھغې موثره رېګولېشن له د اېس اي سي پي د هلو ځلو بشپړه مرسته كوي۔د اسحاق ډار د اېس اي سي پي چيئرمېن ظفر الحق حجازي سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي)د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي اوسنې حکومت د کېپټل مارکيټس آسانۍ او د ھغې موثره رېګولېشن له د اېس اي سي پي د هلو ځلو بشپړه مرسته كوي۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د اېس اي سي پي چيئرمېن ظفر الحق حجازي سره په ملاقات كښې وكړې۔ د خزانې وزير د كمپنيز بل 2017 جوړولو كښې د اېس اي سي پي د چيئرمېن د كردار ستائنه وكړه او د قامي اسمبلۍ څخه د بل په منظورۍ ئي د اطمينان څرګندونه وكره ۔ ده په اېس اي سي پي زور رواړو چې ھغوي دا خبره باوري كړي هېواد كښې كارپورېټ سېكټر او كېپټل ماركيټس ښه نړيوال پرېكټسز اختيارولو سره د خپل صلاحيت نه بشپړه استفاده وكړي چې ورسره به هېواد كښې زيات معاشي پرمختګ ترلاسه شي٬ د مېكرو اقتصادي استحكام ترلاسه كولو نه پس د اوسني حكومت دا تر ټولو لوي مقصد دے









