اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د اقتصادی مرستې تنظیم مشرانو 13مې غونډه كښې د ملګرو ملتونو د چارټر او اصولو پشمول سیاسی آزادۍ، خپلواكۍ او سيمه ايز اتحاد، هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې او د شخړو په امناكه ډول هوارولو له د عزم پخلې وشو٬ د اي سي او فعاله كردار د لارې به به پېښو بېلو مسئلو حل او د سيمې شريكې ګټو لپاره موقعې کارولو له …
هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې او د شخړو په امناكه ډول هوارولو له د عزم پخلې

مزید خبریں
اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د اقتصادی مرستې تنظیم مشرانو 13مې غونډه كښې د ملګرو ملتونو د چارټر او اصولو پشمول سیاسی آزادۍ، خپلواكۍ او سيمه ايز اتحاد، هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې او د شخړو په امناكه ډول هوارولو له د عزم پخلې وشو٬ د اي سي او فعاله كردار د لارې به به پېښو بېلو مسئلو حل او د سيمې شريكې ګټو لپاره موقعې کارولو له به پھ ګډه كار كولې شي ٬ د ای سی او مشرانو غونډې په کامیابۍ د وزیراعظم محمد نواز شریف مننه كولو سره ووئيلي شول چې د هغه پھ مشرۍ كښې د اي سي او مشرانو 13مه غونډه كاميابۍ سره پائې ته ورسيده۔ د شورو پھ ورځ د اي سي او مشرانو 13مې غونډې شريكې اعلامیې كښې وئيلي شوي د اقتصادی مرستې تنظیم (ای سی او) غړو هېوادونو حكومتي مشرانو په غونډه كښې د ای سی او پروګرامونو او په پروژو عملدرآمد كښې د پیشرفت صورتحال جاج واخستو او د سيمې شريكې ګټو لپاره په سيمه ايزو او پھ نړيوالو چارو غور وشو۔ د مشرانو په غونډه كښې ګډون كونكو د ای سی او سيمه كښې اقتصادی پرمختګ ، شريكې سوكالۍ ، سيمه ايز اتحاد او امن لپاره د تنظیم اهداف او مقاصدو له عملی شکل وركولو لپاره د خپل سیاسی خواهش څرګندونه او د قوي عزم پخلې وكړو۔ د ای سی او اسلام آباد اعلامیه كښې وئيلي شوي د تنظیم رکنیت سازۍ كښې پراختيا سلور جوبلی بشپړيدو سره پرمختګ لپاره د سيمه ايزې مرستې زياتيدو يو نوې دور پيل شوې ۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي چې ای سی او كښې پراختيا او په دې كښې خوښي لرونكو هېوادونو له بشپړه رکنیت وركولو سره سره به د مبصر په حیثیت د شمولیت خوښي لرونكو ریاستونو او او ادارو هم هركلے كولې شي دې سره به د تنظیم په قدر كښی زياتوالې وشي۔ د مشرانو پھ غونډه كښې د ازمیر ټریټی اصولو او مقاصد پھ اړه د عزم پخلې سره سره د بيلو لوظنامو ترمخه د مرستې فریم ورکس جوړولو په حاجت زور راوړې شو۔ اسلام آباد اعلامیه كښی د ملګرو ملتونو د چارټر او اصولو پشمول سیاسی آزادۍ، خپلواكۍ او سيمه ايز اتحاد، هېوادونو ترمينځه د ملګرتيا اړيكې او د شخړو په امناكه ډول هوارولو له د عزم پخلې وشو۔ اعلامیې له مخې به د پېښو بيلو مسئلو حل او د سيمې شريكې ګټو لپاره موقعې کارولو له به پھ ګډه كار كولې شي۔ اعلامیه كښی پھ رابطه کارۍ زور راوړې شو چې پكښې سائبر، توان ، ریل، سړك ، پورټس او د شپنګ ذريعې شامل دي ۔ د اقتصادی مرستې تنظیم مشرانو غونډې اعلامیه كښې د غړو هېوادونو ترمينځه تعلیمی او سائنسی رابطو او كلتوري او پھ اولسي كچه د رابطو ډاډګيرنه وشوه ۔ ای سی او سيمه كښې د پراخه رابطه کارۍ او اقتصادی اتحاد لپاره د جغرافیائی، تاریخی او كلتوري او ډول ډول وسائل په بشپړه توګه کارولو په اهمیت زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې د سيمه ايزې رابطه کارۍ او اتحاد اهمیت رامخې ته كولو سره ووئيلي شول چې غړي هېوادونه رابطه کارۍ او د اتحاد بيل پروګرامونو څخه استفادہ کولې شي۔ د اسلام آباد اعلامیه كښې د ای سی او سيمې دننه اقتصادی مرستې زياتولو له تجارت ته وده وركولو لپاره د عزم څرګندونه وشوه۔ اعلامیه كښی د هر ډول انتهاء خوښۍ مقابلې له د اعتدال خوښۍ اهمیت منلو سره خبرو اترو ته وده ، شريك احترام، مفاهمت او په سماجی همغږۍ زور راوړې شو دې سره به د ای سی او سيمه كښې كوټلې او مجموعی پرمختګ ، مساوی نمو، استحکام او د سوكالۍ لاره سمه شي۔ د مشرانو پھ غونډه كښې د ای سی او سيمه كښې د افغانستان اهمیت اعتراف کولو سره افغانستان كښې تعمیرنو او كوټلې پرمختګ سره سره امن او سلامتیا له قامی، سيمه ايز او د نړيوالو هڅو حمایت روان ساتلو له د عزم څرګندونه وشوه۔ اسلام آباد اعلامیه كښې د ای سی او وژن 2025ء خپلولو هركلې وكړې شو كوم چې د ای سی او بنیادی اصولو او مرستې څانګو پھ اړه يو كوټلې دستاویز دے۔ د ای سی او غړو هېوادونو ، ای سی او سېکټريټ او د ای سی او ادارې، د ای سی او وژن 2025ء په وخت او مؤثره نفاذ لپاره ضروری اقدامات کوي۔ اعلامیه كښې د ای سی او وژن 2025ء په درې بنیادی اصولو پائیداری‘ استحکام او مناسب چاپيرچل زور راوړې شو۔ دې نه ځانله تجارت‘ ټرانسپورټ او رابطو ٬ توان ٬ سیلګرۍ ٬ اقتصادی پرمختګ ٬ سماجی ښېګړې او ماحولیات څانګو كښې د مرستې زياتولو په حاجت هم زور راوړې شو۔ اعلامیې له مخې غړي هېوادونه به د مطلوبه مقاصد ترلاسه كولو له پھ اړوند لوظنامو د ای سی او فریم ورك ترمخه كار كوي۔ ټرانسپورټ او ټرانزټ ٬ ټیلی کمیونیکیشن٬ سائبر او د توان نه علاوہ د اولس ترمينځه په رابطو او سيمه ايزې سېلګرۍ ته ودې وركولو پھ حاجت زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې د پاك چین اقتصادی کارېډور هركلې وكړې شو كوم چې د ټولې سيمې پرمختګ له ضروري دے۔ اعلامیه كښې په ټی ټی ایف اے د بشپړه عملدرآمد او په دې لړ كښې مرستې ته د پام كولو په حاجت زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي د سړكونو ٬ ریل٬ توان ٬ تجارت‘ سائبر ‘ انفراسټرکچر او صنعتی پرمختګ كښې ګڼ اړخيزه رابطې د ټولې سيمې اقتصادی پرمختګ او اتحاد ته وده وركولې شي۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي د ای سی او ټرانسپورټ کورېډور رابطو او د توان پروژو پرمختګ لپاره د غړو هېوادونو مالی مرستې په غرض بايد د ټولو نړيوالو او سيمه ايزو مالیاتی ادارو ډاډګيرنه وكړې شي۔ اعلامیه كښې د راروانو 3 نه تر 5 كلونو د ای سی او غړو هېوادونو ترمينځه شريك تجارت يو پھ دوه كولو پھ حاجت زور راوړې شو۔ شريكه اعلامیه كښې د سيمه ايز پرمختګ په اړه د مالیاتی پروژو كردار اهميت منلې شوے او د ای سی او بنک لا مستحکمولو او د دې وسائل زياتولو په حاجت زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې د ای سی او ری انشورنس کمپنۍ زر تر زره آپریشنل کولو او د نورو ریاستونو پھ دې كښې د شمولیت ډاډګيرنې غوښټنه وكړې شوه ۔ شريكه اعلامیه كښې د توان سېکټر كښې سيمه ايزې مرستې زياتولو ٬ د توان كمې ٬ د توان انفراسټرکچر پرمختګ ٬ د آئل اینډ ګېس پائپ لائن٬ سيمه ايز توان تجارت او په خاص توګه د برېښنا تجارت او د تجدید وړ توان وسائل ته د خاص پام لرنې پھ حاجت زور راوړې شو ۔ اعلامیه كښې د ای سی او ریجنل الیکټرسټی مارکیټ او سيمه ايز پاور ګرډ انټرکنکشن جوړولو پھ حاجت زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې د كوټلې پرمختګ څانګه كښې د تجديد وړ توان ٬ اوبو او توان وسائل موثره استعمال او تحفظ په غرض د اقداماتو په حمایت زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې وئيلي شوي د ای سی او سيمه ايز ټرانزټ نیټ ورك پرمختګ ٬ آپریشنلائز او کمرشلائز سره سره د ای سی او سيمې نورو راهداریو سره د تړلو عزم وكړې شو۔ اعلامیه كښې د غړو هېوادونو ترمينځه کارېډور بېسډ ستراتيجي په کامیاب عملدرآمد د اطمینان څرګندونه وشوه۔ اعلامیه كښې د ټول سټيك هولډرز ترمينځه سيمه كښې د ډیجیټل تقسیم په غرض د انفارمېشن سټرکچر ‘ تعمیر او د دې چلولو له په مرسته زور راوړې شو۔ اعلامیه كښې د جديد دور انفارمېشن او کمیونیکیشن ټیکنالوجیز اهميت منلې شوے۔ اعلامیه كښې سيمه ايزې سېلګرۍ ته د ودې وركولو په حاجت زور راوړې شوے۔ سېلګري سيمه كښې د تند رفتار اقتصادی او پائیدار پرمختګ لپاره مهم كردار ترسره كولې شي۔ شريكه اعلامیه كښې د ای سی او سيمه كښې غير حل شوې شخړي پشمول د آرمینیا آذربائیجان په شخړه د تشویش څرګندونې سره د سيمې د اقتصادی پرمختګ په لاره كښې دغه شخړې خنډ ګرځولو سره دغه د نړيوال اقدار او قوانین اصولو ترمخه زر تر زره حل له د هڅو زياتولو په حاجت زور راوړې شو۔ شريكه اعلامیه كښې د ځينو رياستونو لخوا د فرق امیګرېشن پالیسیو او يو اړخيزه اقتصادی بندېزونو استعمال د جمهوریت لپاره خطر ګرځولو سره جمهوری حکومتونو ته د پېښو خطرو او تنظیم په غړو هېوادونو د غیر ملکی قبضې په شان مسئلو سمدستي حل له د ګامونو په حاجت زور راوړې شو۔ سيمې ته په پېښو چيلنجونو د تشويش څرګندونې سره دا عزم څرګند كړې شو چې ترهه ګري د كوم مذهب‘ قومیت‘ تهذیب یا لسانیت سره ونه تړلې شي او د هر ډول ترهه ګرۍ ختمولو له د عزم پخلې وكړې شو۔ شريكه اعلامیه كښې د دې خبرې اعتراف وكړې شو چې سيمه ايزې مرستې ته پراختيا وركولو سره د اولس او ټولنې ښېګړې او سوكالۍ سره سره دغه د ماحولیات او ماحولیاتی بدلون ‘ فوډ سیکیورټی‘ معیارات‘ قدرتی آفتو زيان كښې كمې او د تعلیم پشمول نورو څانګو كښې مرستې سره دې ته تحفظ ترلاسه كېدې شي۔ شريكه اعلامیه كښې د ای سی او سېکټريټ او اړوند وزيرانو او چارواكو ته وئيلي شوي چې دغه مهمو څانګو كښې پېښو مسئلو او تنظیمونو پروژو يا هلو ځلو كښې خنډانو لري كولو له ګامونه پورته كړي۔ د آذربائیجان حکومت لخوا مسلمان ریاستونو ترمينځه اسلامی همغږۍ ودې او د استحکام هڅو ودې په اړه شريكه اعلامیه كښې بشپړه مرسته شوې دغسې غړو هېوادونو ته وئيلي شوي چې دغه هلو ځلو كښې بشپړه ګډون وكړي۔ شريكه اعلامیه كښې د اسلامی جمهوریه پاکستان لخوا د پارلمانی کنفرنس اقتصادی مرستې تنظیم (پاکو) اسلام آباد كښې سږ كال كولو او د كوربتوب هركلې شوے۔ شريكه اعلامیه كښې وئيلي شوي د ای سی او هېوادونو سره د نشه ائ توكو او پھ دې اړه اړوند جرمونو بشري ټریفکنګ ختمولو له پروګرام او اوسني سيمه ايز انتظامات باوري كولو په حاجت زور راوړلو سره قانون نافذ کونكو ادارو ٬ عدالتی چارو ٬د كار استعداد زياتولو سره سره نورو څانګو كښې د موثره مرستې په حاجت زور راوړې شوے۔ شريكه اعلامیه كښې د دې خواهش تجدید شوے چې يو امناكه ٬ سوكاله او محفوظ افغانستان ته اړتيا ده دغسې په افغانستان د برسلز کنفرنس كښې د شوي عزم پخلې شوے دغسې د ای سی او سېکټريټ او اړوند چارواكو ته وئيلي شوي چې مئی 2017ء كښې په کابل كښې كېدونكي د ای سی او خاص کنفرنس لپاره كوټلې ای سی او ایډووکیسی پروګرام مرتب کړي۔ غونډه كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ لخوا په 21 دسمبر 2016ء منظور شوي كوټلې پرمختګ لپاره د اوبو 2018-2028 په قرارداد د عملدرآمد بشپړه حمایت شوے۔ شريكه اعلامیه كښې د جمهوریه کرغز لخوا وړومبي او دويم ورلډ نوماد ګیمز ستائلې شوے۔ شريكه اعلامیه كښې د 10 جون نه تر 10ستمبر 2017ء آستانه قزاخستان كښې شوي نړيوال نندارتون 2017ء هركلې شوے دغسې د 10 نه تر 11 ستمبر 2017ء آستانه قزاخستان كښې كيدونكي وړومبي او آئی سی سائنس او ټیکنالوجی سمټ هركلې وكړې شو او د غړو هېوادونو په دې كښې د ګډون ډاډګيرنه وكړې شوه۔ شريكه اعلامیه كښې د وزیراعظم محمد نواز شریف مننه كولو سره وئيلي شوي چې د هغه پھ مشرۍ كښې د ای سی او مشرانو 13مه غونډه کامیابۍ سره پائ ته رسيدلې۔ شريكه اعلامیه كښې د پاکستان حکومت او اولس ته هم د غونډې لپاره په ښھ انتظامات او تود هركلي او كوربتوب پيرزونې وړاندې كړې شوې









