اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د تركيه د وسله وال ځواك كمانډر جنرال هلوسي آكار د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ذكاﺀ الله سره د شورؤ په ورځ نېول هېډكوارټر كښې ملاقات وكړو۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه ملاقات كښې په پېشه ورو چارو او د پاكستان او تركيه ترمينځھ په دفاعي مرسته دخيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نېول سټاف مشر سيمه كښې امن او استحكام په …
د تركيه د وسله وال ځواك كمانډر جنرال هلوسي آكار د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ذكاﺀ الله سره وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد ۔ 01 مارچ (اے پی پی) د تركيه د وسله وال ځواك كمانډر جنرال هلوسي آكار د پاك سمندري ځواك مشر اېډمرل ذكاﺀ الله سره د شورؤ په ورځ نېول هېډكوارټر كښې ملاقات وكړو۔ د پاك سمندري ځواك وياند ترمخه ملاقات كښې په پېشه ورو چارو او د پاكستان او تركيه ترمينځھ په دفاعي مرسته دخيالاتو څرګندونه وشوه۔ د نېول سټاف مشر سيمه كښې امن او استحكام په ځائې ساتلو له د پاك سمندري ځواك په كردار رڼا واچوله۔ ده د پاك بحريه د سېوري لاندې په دې ورستيو كښې د ګڼو هېوادونو د امن مشق ذكر هم وكړو او په دې مشق كښې ئې د تركيه د سمندري ځواك د ګډون ستائنه وكړه۔ ترك كمانډر د بحری مشق امن 17 ترسېوري لاندې د غېر ملكي بحري ځواكونو جمع كولو او سمندرونو كښې د امن او استحكام په ځائې كولو له ئې د پاك سمندري ځواك هڅې وستائلې۔ ده سمندر كښې د ترهه ګرۍ او سمندري قاچاقبرو په ضد د پاك سمندري ځواك د عزم و كاركردګۍ هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل دې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ دفاعي مرسته لا وده ومومي









