افغانستان كښې د پاکستان سفیر سید ابرار حسېن سره د افغانستان دوهم چیف آف سټاف جنرال مراد علی مراد وليدل

اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د افغانستان دوهم چیف آف سټاف جنرال مراد علی مراد د پاکستان او افغانستان په پوله د تاؤ تريخوالې کمولو او د دواړه هېوادونو په پوله کراسنګ پوائنټس بيا پرانستلو په حاجت زور راوړې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې افغانستان كښې د پاکستان سفیر سید ابرار حسېن په 27مه فرورۍ د افغان خارجه وزارت د لارې د دفاع …

اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) د افغانستان دوهم چیف آف سټاف جنرال مراد علی مراد د پاکستان او افغانستان په پوله د تاؤ تريخوالې کمولو او د دواړه هېوادونو په پوله کراسنګ پوائنټس بيا پرانستلو په حاجت زور راوړې۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر وياند له مخې افغانستان كښې د پاکستان سفیر سید ابرار حسېن په 27مه فرورۍ د افغان خارجه وزارت د لارې د دفاع وزارت رابللې و۔ دفاعی اتاشی بریګیډئر فاروق زمان هم سفیر سره و چرته چې هغوي د افغانستان دوهم چیف آف سټاف جنرال مراد علی مراد سره وليدل۔ د ملاقات په مهال د افغانستان دوهم چیف آف سټاف په پوله د تاو ترېخوالې صورتحال ختمولو او د دواړه هېوادونو ترمينځه کراسنګ پوانټس بيا پرانستلو غوښتنه وكړه۔ پاکستان سره د پولې بنديدو سره اولسې ستونزې رامخې ته كولو سره افغان جنرال مراد علی د تاو تريخوالې صورتحال ختمولو استدعا وكړه۔ ده د معلوماتو تبادلې په بنیاد د ترهه ګرو په ضد د کارروائی لوظ هم وكړو۔ د پاکستان سفیر سید ابرار حسېن د پاکستان لخوا پورته كړې شوي اقدامات په اړه بریف كړو۔ د پاکستان سفیر ووئيل پاکستان كښې د ترهه ګرو په بريدونو كښې د افغانستان وګړي ككړ دي۔ ده په دې خبره زور راوړو چې بايد افغانستان د ترهه ګرو لخوا خپله خاوره د پاکستان په ضد د كارولو مخنيوي له مناسب ګامونه پورته كړي۔ ده ووئيل پاك افغان پوله د ترهه ګرو د داخلې مخنيوي له بند كړې شوې وه۔ ده د پولې منیجمنټ مستحکمولو لپاره د دواړه هېوادونو د اړخه په شريكو هڅو زور راوړو۔

مزید خبریں