منطقه په خاص توګه لويديز او مېنځني چين كښې د پرمختګ ډېر ګنجائشن لري٬ د اي سي او غړو هېوادونو له به موقعې پېدا شي ٬ د سرتاج عزيز

اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي منطقه په خاص توګه لويديز او مېنځني چين كښې د پرمختګ ډېر ګنجائشن لري چې ورسره به د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) غړو هېوادونو له موقعې پېدا شي ۔ د اي سي او غړو هېوادونو د وزارتي كونسل په غونډه تبصره كولو سره سرتاج عزيز ووئيل د كونسل په غونډه كښې ډېر …

اسلام آباد 28 فروري (اے پي پي)د وزیراعظم د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزيز وئيلي دي منطقه په خاص توګه لويديز او مېنځني چين كښې د پرمختګ ډېر ګنجائشن لري چې ورسره به د اقتصادي مرستې تنظيم (اي سي او) غړو هېوادونو له موقعې پېدا شي ۔ د اي سي او غړو هېوادونو د وزارتي كونسل په غونډه تبصره كولو سره سرتاج عزيز ووئيل د كونسل په غونډه كښې ډېر مهم دستاوېز د اي سي او وژن 2025 منظوري وركړې شوې چې ورسره به د منطقې د اولس ژوند كښې بدلون راشي خو مواصلات٬ تجارت او په اقتصادي څانګو كښې اړيكو له به په دې دستاوېز عمل له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل د چين ون بېلټ ون روډ منصوبه د اي سي او مقصدونه ترلاسه كولو له ډېره د اهميت وړ ده او سي پېك يوه داسې پروژه ده چې ورسره نه يواځې د دواړه هېوادونو بلکې د تنظیم ټول غړي هېوادونه مستفید شي۔ ده ووئيل د وژن 2025ء مقاصد ترلاسه كول بنیادی ډھانچې ته اړتيا ده دې سره به د سيمې تجارتی هلې ځلې زياتې شي۔ده ووئيل پاکستان د توان كمې لري كولو له د مينځني اسياﺀ هېوادونو سره وړاندې نه د برېښنا او ګاز په پروژو كار كوي

مزید خبریں