د ترهګرو په ضد نفسياتي جنګ كښې ټول قام يو موټې كولو له بايد ميډيا د اولني صف كردار ترسره كړي۔ د اے پي اېس پېښې څخه وروستو ميډيا د ترهګرو د تشدد بيانيې رد كولو سره د قام غږ رامخې ته كړو۔ نن هم دغې عزم او جذبې ته اړتيا ده۔ د ترهګرو په ضد جنګ زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ په دې مسئله سياست كول يا د خپلې ګټې سوچ كول هېواد او قام سره غداري ده۔ د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان د ميډيا پلاوي سره ملاقات كښې خبرې

اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د ترهګرو په ضد نفسياتي جنګ كښې ټول قام يو موټې كولو له بايد ميډيا د اولني صف كردار ترسره كړي۔ د اے پي اېس پېښې څخه وروستو ميډيا د ترهګرو د تشدد بيانيې رد كولو سره د قام غږ رامخې ته كړو۔ نن هم دغې عزم او جذبې ته اړتيا …

اسلام آباد ۔ 25 فروری (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د ترهګرو په ضد نفسياتي جنګ كښې ټول قام يو موټې كولو له بايد ميډيا د اولني صف كردار ترسره كړي۔ د اے پي اېس پېښې څخه وروستو ميډيا د ترهګرو د تشدد بيانيې رد كولو سره د قام غږ رامخې ته كړو۔ نن هم دغې عزم او جذبې ته اړتيا ده۔ د ترهګرو په ضد جنګ زمونږ د ټولو شريكه ذمه واري ده۔ په دې مسئله سياست كول يا د خپلې ګټې سوچ كول هېواد او قام سره غداري ده۔ دا خبره وفاقي وزير د خالي په ورځ وزيراعظم سېكرټرېټ كښې د ميډيا تنظيمونو ٬ آل پاكستان نيوز پېپرز سوسائټي ٬ كونسل آف پاكستان نيوز پېپرز ايډيټرز او د پاكستان براډ کاسټرز اېسوسی اېشن په عهدېدارانو مشتمل يو پلاوي سره خبرو كښې وكړه۔ ده وئيل مونږ له به ګډه د هېواد دښمنانو له ماتې وركول وي او په دې لړ كښې د ميډيا كردار بنيادي دے۔ د ترهګرۍ په ضد روان جنګ كښې د ميډيا د كردار ستائنه كولو سره وفاقي وزير ووئيل ميډيا د ژوند په هره څانګھ او هره مهمه مسئله كښې د حكومت لارښودنه كړې۔ هېواد كښې په ترهګرۍ خبره كولو سره ده ووئيل تېرو درې نيمو كلونو كښې زمونږ د شريكو هڅو په نتيجه كښې د ترهه ګرۍ ګراف كښې ښكاره كمې راغلې۔ ده ووئيل جون 2013ﺀ كښې به د روزانه په بنياد 5 ٬ 6 چاؤدنې كېدلې ولې اوس په اوونو كښې داسې پېښې نه رامخې ته كيږي۔ كه د كال 2013 او 2016 پېښو خپلو كښې موازنه وكړې شي نو ښكاره ښه والې به په نظر راشي۔ ده ووئيل ددې كاميابۍ كرېډټ كومې ادارې يا شخصيت نه ځي بلكې دا د ټولو د شريكو هڅو نتيجه ده۔ ده ووئيل ما په اولني ځل د سېهون شريف په پېښه د مخالفې ډلې د تورونو ځواب وركړې۔ وروستو د ميډيا تنظيمونو پلاوي غړو د ترهه ګرۍ په بېلو اړخو او د هېواد په چارو د خيالاتو څرګندونه كولو سره ددې عزم پخلې وكړو چې د هېواد ذمه واره ميډيا به د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې خپلې ذمه وارۍ قامي جذبې سره ترسره كوي او په دې لړ كښې به حكومت او رياست لارښودنه كوي۔ ملاقات كښې دوهمه وزيره مریم اورنګ زیب، پارلیمانی سسېكتر ډاكټر محمد افضل خان ، پی آئی او راؤ تحسین علی خان او نور چارواكي هم موجود وو۔ د ميډيا تنظيمونو پلاوي كښې سرمد علی، میاں عامر محمود، شکیل مسعود، اعجاز الحق، مهتاب خان، عمر مجیب شامی، شاهین قریشی، جمیل احمد، طاهر فاروق، عبدالباسط او نور عهدېدار موجود وو۔

مزید خبریں