وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې درې ورځنۍ دورې نه هېواد ته راوسېد

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې درې ورځنۍ سركاري دورې تر سره كولو نه هېواد ته رارسېدلې دے ۔ دې څخه وړاندې د تركيې د ځوانانو د چارو وزير احمد عاكف د اېسنبوګا په هوائي اډه وزيراعظم ته په مخه دې ښه ووئ۔ د تركيه دورې په مهال وزيراعظم د اعلٰې كچ ستراتېژكي مرستې كونسل په غونډه كښې ګډون كړې۔ په دې موقع …

اسلام آباد 24 فروري (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيې درې ورځنۍ سركاري دورې تر سره كولو نه هېواد ته رارسېدلې دے ۔ دې څخه وړاندې د تركيې د ځوانانو د چارو وزير احمد عاكف د اېسنبوګا په هوائي اډه وزيراعظم ته په مخه دې ښه ووئ۔ د تركيه دورې په مهال وزيراعظم د اعلٰې كچ ستراتېژكي مرستې كونسل په غونډه كښې ګډون كړې۔ په دې موقع وزيراعظم د تركيې اولس مشر رجب طيب اردوان ٬ وزيراعظم او نورو مشرانو سره ملاقاتونه كړي وزيراعظم سره په دې دوره كښې د هغه كورودانه مېرمن كلثوم نواز شريف٬ د پېټروليم او قدرتي وسيلو وفاقي وزير شاهد خاقان عباسي٬ د تجارت وزير انجينئر خرم دستګير او د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي هم ملګري وو

مزید خبریں