انقرہ 24 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان به په سي پېك منصوبه كښې د تركيې د ګډون هركلے كوي٬ سوله ايز افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه كښې دے٬ د كال 2013 په مقابل كښې په كال 2017 كښې لوډشېډنګ ډېر كم شوې٬ په ميډيا د ځان احتساب كول د وړاندې تللو غوره لار ده٬ د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو له …
پاکستان به سي پېك كښې د تركيې د ګډون هركلے كوي

مزید خبریں
انقرہ 24 فروري (اے پي پي) وزیراعظم محمد نواز شریف وئيلي دي پاکستان به په سي پېك منصوبه كښې د تركيې د ګډون هركلے كوي٬ سوله ايز افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه كښې دے٬ د كال 2013 په مقابل كښې په كال 2017 كښې لوډشېډنګ ډېر كم شوې٬ په ميډيا د ځان احتساب كول د وړاندې تللو غوره لار ده٬ د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو له د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كول پكار دي۔ وزيراعظم د دې خيالاتو څرګندونه په انقره كښې د سهار په ناري خبريالانو سره خپلو خبرو كښې كړې۔ وزیراعظم ووئيل پاكستان او تركيې ترمېنځه مرسته ډېر پرمختګ شوے ٬ تركيه د مېنځنۍ آسيائي هېوادونو سره په ګډه پاك چين اقتصادي لارې ته وده وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل زمونږ د سباٶن وژن د خنجراب نه تر چين٬ كرغزسستان او قزاخستان د مېنځنۍ اسيا هېوادونو سره د رابطو جوړولو دے۔ وزیراعظم ووئيل د تركيه اولس مشر سره ملاقات كښې په سوريه٬ روسيه او د داعش سره د آزاد تجارت په لوظنامو او د اقتصادي مرستې پشمول په بېلا بېلو چارو تفصيلي خبرې شوې دي۔د لاهور په ګلبرګ سيمه كښې د چاٶدنې په اړه د ميډيا د لارې وركړې شوي ناسمه تاثر په اړه د پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل دا ډېره مثبته خبره ده چې د غېر ذمه واره راپورټنګ په ضد پخپله ميډيا كښې بحث پېل شوې ولې چې د خپل ځان احتساب د وړاندې تګ غوره لار ده ۔ وزیراعظم ووئيل موټروے زما په وړمبني حكومت كښې جوړه شوې وه او لس كاله پس ئې د مرمت ضرورت پېښ شوې ٶه۔ ده ووئيل كال 2013 كښې د هېواد واك ترلاسه كولو نه پس بيا كار پېل كړې شوې او د موټروېز په 13 منصوبو د 1100 رابه روپو په لګښت كار روان دے۔ د پاکستان او افغانستان د اړيكو په اړه وزیراعظم ووئيل مونږ د افغانستان خېر خواه يو او مونږ يو سوله ايز او مستحكم افغانستان غواړو ځكه چې سوله ايز افغانستان د پاكستان او منطقې په ګټه كښې دے ۔ وزیراعظم ووئيل د پېښور نه تر كابل موټروے جوړولو له په فزېبلټي راپور جوړولو كار روان دے٬ د پېښور جلال آباد په ستره لاره 60 فيصده پرمختيائي كار ترسره شوې۔ ده ووئيل پاكستان د افغانستان په پرمختګ كښې كردار تر سره كول غواري ولې چې افغانستان كښې استحكام پاكستان كښې استحكام له مهم دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل ٬ د پاكستان ټولو سياسي ګوندونو او مشرانو له د هېواد پرمختګ او سوكالۍ له په ګډه كار كول پكار دي۔ وزیراعظم ووئيل حكومت په خاص توګه د انفراسټركچر ٬ توان او امن ښه والي ته پام ګرځولې ۔ د سي پېك په اړه وزيراعطم ووئيل په منصوبه عملدرآمد په اړه امريكې يا لويديز څخه كوم سازش نه دې محسوس كړې شوې خو ده ووئيل ځيني قواؤ په دې منصوبه خوشحالي نه لري ۔ ده ووئيل د تركيې شاملېدو سره به منصوبه لا قوي شي۔ وزيراعظم د تركيه تږ د دوه اړخيزه او د اقتصادي اړيكو استحكام له ډېر مهم وګرځوو ۔ وزیراعظم ووئيل رجب طيب ارودان سره د ملاقات په مهال د سوريې ٬ روسيې او داعش په اړه چارو پشمول د ګڼ شمېر ةنورو چارو جاج اخستې شوې۔ د لاهور په سيمه كښې د چاٶدنې په اړه د ميډيا د غلط راپور په اړه د پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل دا ډېره ښه خبره ده چې د ميډيا دننه پخپله د غېر ذمه واره رپورټنګ په ضد بحث پېل شوې ولې چې د خپل ځان احتساب د وړاندې تللو ښه لاره ده.









