د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د بېلا بېلو څانګو د مرستې لس لوظنامې لاس ليك شوې

انقرہ 23 فروري (اے پي پي) د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د توان او ترهه ګرۍ فنانسنګ په اړه د مالياتي انټېلي جنس تبادلې پشمول د مرستې لس لوظنامې لاس ليك شوې دي ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيه خپل همڅنګ بن علي يلدرم سره په لوظنامو د لاسليك دستوره كښې ګډون كولو۔ دواړو مشرانو د لوړې كچې ستراتېژكې مرستې كونسل د پنځمې غونډې مشرۍ كولو نه پس شريكه …

انقرہ 23 فروري (اے پي پي) د پاکستان او ترکیې ترمېنځه د توان او ترهه ګرۍ فنانسنګ په اړه د مالياتي انټېلي جنس تبادلې پشمول د مرستې لس لوظنامې لاس ليك شوې دي ۔ وزيراعظم محمد نواز شريف د تركيه خپل همڅنګ بن علي يلدرم سره په لوظنامو د لاسليك دستوره كښې ګډون كولو۔ دواړو مشرانو د لوړې كچې ستراتېژكې مرستې كونسل د پنځمې غونډې مشرۍ كولو نه پس شريكه اعلاميه هم لاس ليك كړه۔ د هائېډرو كاربن څانګه كښې د مرستې لوظنامه د پاكستان لخوا شاهد خاقان عباسي لاسليك كړه٬ دغسې د ماحوليات په اړه د مرستې په يادښت د وزيراعظم د خارجه چارو خاص مرستيال طارق فاطمي او د تركيه د ماحوليات نائب وزير لاسليك وكړو ۔ پاکستان د فنانشل مانیټرنګ یونټ او د ترکيې د فنانشنل انټېلي جنس یونټ ترمېنځه د مني لانډرنګ او ترهه ګرۍ له د فنانسنګ په اړه د انټېلي جنس تبادلو په لړ كښې د تفاهم په يادښت د پاكستان مركزي بانك دوهم ګورنر سعید احمد او د ترکیې د اېم اے اېس اے مشر عثمان دېرېلي لاسليك وكړو۔د تركيې د اناطوليو اېجنسۍ (اے اے) او د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان (اے پي پي) ترمېنځه د خبرونو په اړه د مرستې لوظنامه هم وشوه ٬ په لوظنامه د اے پي پي اېګزېكتو ډائرېكټر سهېل علي خان او د اناطولیو اېجنسې د بورډ چيئرمېن لاسليك وكړو۔ د ځنګلات په اړه مرسته تركيه كښې د پاكستان سفير سهېل محمود او د ترکیې د ځنګلونو لنډ مهاله ډائرېكټر لاسليك وكړو ۔ دغسې د دواړو هېوادونو د وسله والو پوځونو پلاويو په اړه په پروټوكول سفير سهېل محمود او د تركيې د منصوبه بندۍ ډويژن مشر لاسليك وكړو ۔ دې سره سره د ډرګ انالسز سروس په اړه د تكنيكي عمل درآمد په لوطنامه د تركيه د صحت وزارت پروفېسر ډاكټر اپوپ غموس او سفير سهېل محمد لاسليك وكړو۔ د پاکستان د كتابتون (كېډ) او د تركيې د نېشنل كتابتون په لوظنامه سفير سهېل محمود او د تركيې د كتابتون صدر ذولفي تمان لاسليك وكړو ۔ په دې موقع د پنجاب پحكومت او روزلوهولډنګ ترمېنځه د 300 مېګاٶاټ په شمسې توان منصوبه هم لاسليك وكړې شو ۔)

مزید خبریں