امريكا كښې د كورونا وائرس وباﺀ د لاسه د مړو شمېره 2 لكه ته ورسېده۔ د ځپليو شمېره 68 لكه نه زياته شوه

واشنګټن ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وباﺀ وائرس د لاسه د مړو شمېره دوه لكه نه زياته شوې ده۔ د امريكا جان هاپكنز پوهنتون له مخې تر دې دمه امريكا كښې ددې وائرس د لاسه 68 لكه نه زيات كسان ځپلې شوي دي كومه چې ګرده نړۍ كښې كوم يو هېواد كښې ددې وباﺀ د لاسه د ځپليو شويو تر ټولو زياته شمېره ده۔ د …

واشنګټن ۔ 23 ستمبر (اے پی پی) امریکا كښې د كورونا وباﺀ وائرس د لاسه د مړو شمېره دوه لكه نه زياته شوې ده۔ د امريكا جان هاپكنز پوهنتون له مخې تر دې دمه امريكا كښې ددې وائرس د لاسه 68 لكه نه زيات كسان ځپلې شوي دي كومه چې ګرده نړۍ كښې كوم يو هېواد كښې ددې وباﺀ د لاسه د ځپليو شويو تر ټولو زياته شمېره ده۔ د برطانوی نشریاتی ادارے رپورټ له مخې دې نه وړاندې هېواد كښې د كورونا پېل كېدو په وخت امريكائي صدر ډونلډ ټرمپ وئيلي وو چې كه د وباﺀ د لاسه د مرګرنو شمېره د يو لك او دوه لكو ترمينځھ پاتې شوه نو ددې مطلب به دا وي چې زمونږ هېواد غوره كاركردګي ښودلې ده۔ جان هاپکنز پوهنتون د نهې په ورځ چې كومې شمېرې جاري كړې دي د هغې له مخې د دې وباﺀ د لاسه د مړو شمېره 2 لكه 5 ته رسېدلې ده۔ د امريكائي چارواكو له مخې په شمالي ډكوټا كښې د كورونا كېسونو كښې تندۍ سره زياتوالې رامخې ته شوې دې۔ دې صورتحال كښې دا اندېښنه ښكاره كړې شوې ده چې د يخنۍ موسم كښې به د كورونا وائرس انفېكشنز شمېره زياته شي۔ امریکا كښې د وبائي رنځونو كارپوهه اینتھونی فوسی ددې مياشتې په پېل كښې خبردارې وركړې وو چې امريكائي وګړو له به د وائرس مقابلې له د خزان او يخنۍ په موسم كښې چمتو پاتې كېدل وي

مزید خبریں