نوې ډيلې 22 ستمبر (اے پی پی) هند كښې د کورونا وائرس 87 زره څخه زياتو نوو رنځورانو نه پس هېواد كښې د ځپلو شميره 55 لکهھ 60 زره څخه زياته شوې دغسې د وائرس له امله تر اوسه 89 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د نهې په ورځ د هند ميډيا له مخې هند د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد …
هند كښې د کورونا ځپلو شميره 55 لکهھ 60 زره څخه زيات شوه ، 89 زره څخه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
نوې ډيلې 22 ستمبر (اے پی پی) هند كښې د کورونا وائرس 87 زره څخه زياتو نوو رنځورانو نه پس هېواد كښې د ځپلو شميره 55 لکهھ 60 زره څخه زياته شوې دغسې د وائرس له امله تر اوسه 89 زره څخه زيات كسان مړه شوي۔د نهې په ورځ د هند ميډيا له مخې هند د کورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ د هېواد په بيلو رياستونو كښې د کورونا وائرس ځپلو كسانو مجموعی شميره 5560105 ده دغسې تيرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس 87 زره نوي كېسونه رپورټ شوي۔ چارواكو ووئيل په دې مهال هېواد كښې د کورونا وائرس نور 1130 كسان مړه شوي۔ د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې ټول هېواد كښې د کورونا وائرس فعاله كېسونه 976420 دي ۔ سرکاری شميرې له مخې هند كښې په مجموعی توګه د کورونا وائرس ځپلي 45 لکهھ كسان ښه شوي۔ هند كښې د کورونا وائرس له امله تر ټولو ز يات ځپلے شوے ریاست مهاراشټر دے چرته چې د کورونا وائرس مجموعی کیسونو شميره 12 لکهھ څخه زياته شوې







