واشنګټن 14 ستمبر(اے پی پی) امریكا كښې كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو كسانو شميره 67 لكه نه زياته شوې دغسې په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لك 98 زره نه زيات كسان مړه شوې دي۔ د ګل په ورځ د امریكائي ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 6708458 ته رسيدلې۔ د امریكې د روغتيا محكمې چارواكو له مخې هېواد …
امریكا كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو شميره 67 لكهه نه زياته شوې، يو لك 98 زره څخه زيات كسان مړه

مزید خبریں
واشنګټن 14 ستمبر(اے پی پی) امریكا كښې كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو كسانو شميره 67 لكه نه زياته شوې دغسې په ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لك 98 زره نه زيات كسان مړه شوې دي۔ د ګل په ورځ د امریكائي ميډيا له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس رنځورانو شميره 6708458 ته رسيدلې۔ د امریكې د روغتيا محكمې چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله ځپليو شميره 2534989 ده دغسې د دې وائرس له امله ټول هېواد كښې تر اوسه 198520 كسان مړه شوې دي۔ چارواكو له مخې امریكا كښې د كورونا وائرس كېسونو شمېره مخ په زياتېدو ده۔ چارواكو دا هم وئيلي چې هېواد كښې تر اوسه كورونا وائرس وبا څخه 40 لكهه كسان ښه شوې دي۔ دا خبره دې ياده وي چې ټوله نړۍ كښې امریكا تر ټولو زيات كورونا وائرس وباﺀ ځپلې هېواد دے۔ امریكا كښې د كورونا وائرس وړومبي كېس تشخیص سږ كال په 22 جنوری شوے ؤ







