نوې ډيلې 14 ستمبر(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ریكارډ 92 زره نوې كېسونو رامخې ته كېدو نه وروسته هېواد كښې د ځپلې شويو كسانو شمېره 48 لكهه 46 زره نه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 79 زره نه زيات كسان مړه شوې دي۔ د ګل په ورځ د هندي ميډيا له مخې هند د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره د …
هند كښې د كورونا ځپليو شمېره 48 لكه 46 زره څخه زياته شوې، 79 زره څخه زيات كسان مړه شوي

مزید خبریں
نوې ډيلې 14 ستمبر(اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس ریكارډ 92 زره نوې كېسونو رامخې ته كېدو نه وروسته هېواد كښې د ځپلې شويو كسانو شمېره 48 لكهه 46 زره نه زياته شوې دغسې ټول هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه 79 زره نه زيات كسان مړه شوې دي۔ د ګل په ورځ د هندي ميډيا له مخې هند د كورونا وائرس رنځورانو اعتبار سره د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلې شوي هېواد دے۔ د هېواد په بېلو رياستونو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلې شويو كسانو مجموعی شمېره 4846427 ده دغسې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 92071 نوې كېسونه رپورټ شوې دي۔ چارواكو ووئيل په دې مهال ټول هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 1100 كسان مړه شوې دي۔ د هند د روغتيا وزارت شمېرې له مخې ټول هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كېسونو شميره 986566 ده۔ د سركاری شمېرې له مخې هند كښې په مجموعی توګه د كورونا وائرس له امله ځپلې شوي 37 لكهه 80 زره كسان ښه شوې دي۔ هند كښې د كورونا وائرس له امله تر ټولو زيات ځپلې شوي ریاست مهاراشټر دے چرته چې د كورونا وائرس كېسونو شمېره 10 لكهه ته رسيدلې ده۔ هند كښې د كورونا وائرس تر ټولو زيات فعاله كیسونه هم پھ دغه ریاست كښې دي۔ هند كښې د مهاراشټر ریاست نه علاوه چې كوم نور رياستونه زيات ځپلې شوي په هغو كښې تامل ناډو، كرناټك، آندھرا پردېش او اتر پردېش شامل دے







