برتانیه٬ د نرسز او پیرامیډكس د حكومت په ضد مظاهره

لندن 14 ستمبر (اے پی پی) كورونا بحران كښې د شدت له امله د برتانيې ګڼ شمېر نرسز او پیرا میډكس د لندن په سړكونو احتجاجی مظاهرې كړې دي۔ د برتانیې د روغتيا قامی ادارې سره تعلق لرونكو ګڼو نرسانو او پیرا مېډكس خپلو تنخاګانو كښې د زياتوالي او د ملازمت شرطونه ښه كولو غوښتنه كړې۔ مظاهرچيانو په خپلو لاسونو كښې د وزیر اعظم بورس جانسن عكسونه پورته كړې ؤ …

لندن 14 ستمبر (اے پی پی) كورونا بحران كښې د شدت له امله د برتانيې ګڼ شمېر نرسز او پیرا میډكس د لندن په سړكونو احتجاجی مظاهرې كړې دي۔ د برتانیې د روغتيا قامی ادارې سره تعلق لرونكو ګڼو نرسانو او پیرا مېډكس خپلو تنخاګانو كښې د زياتوالي او د ملازمت شرطونه ښه كولو غوښتنه كړې۔ مظاهرچيانو په خپلو لاسونو كښې د وزیر اعظم بورس جانسن عكسونه پورته كړې ؤ په كومو چې د برتانيې حكومت په ضد غږونه ليكلې شوې ؤ۔ مظاهرچيانو وزیر اعظم بورس جانسن په صحت دښمنه پالیسیو د عملدرآمد ذمه وار ګرځولې دې۔ دې څخه وړاندې روزنامه ګارجین ليكلې ؤ چې برتانیه كښې د كورونا رنځورانو شمېره كښې د غیر معمولی اضافې نه پس د روغتيا پوهانو حكومت ته خپلې غلطھ پالېسۍ په ګوته كولو سره خبردارې وركړې وو

مزید خبریں