کابل ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان نائب صد امراللہ صالح پلازمينه كابل كښې د هغه په قافله د ترسره شوي بمي بريد په نتيجه كښې لږ ژوبل شوے۔ پېښه كښې 6 كسان مړه او 12 نور ژوبل شوي ۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې نائب صدر امراللہ صالح په فېس بك شيئر كړې يوه وډيو كښې وئيلي دي كابل كښې د شورؤ په سهار شوې …
د افغانستان نائب صدر امر الله صالح كابل بمي بريد كښې ژوبل شو ٬ 6 كسان مړه او 12 نور ژوبل شوي

مزید خبریں
کابل ۔ 9 ستمبر (اے پی پی) د افغانستان نائب صد امراللہ صالح پلازمينه كابل كښې د هغه په قافله د ترسره شوي بمي بريد په نتيجه كښې لږ ژوبل شوے۔ پېښه كښې 6 كسان مړه او 12 نور ژوبل شوي ۔ د فرانسيسي خبر رسنې ادارې له مخې نائب صدر امراللہ صالح په فېس بك شيئر كړې يوه وډيو كښې وئيلي دي كابل كښې د شورؤ په سهار شوې چاؤدنه كښې د هغه قافله هغه مهال په نښه كړې شوه كله چې هغه خپل ګاډي كښې خپل زوي سره د كور نه دفتر ته روان ؤ ۔ د بمي بريد په نتيجه كښې د هغه په لاس او مخ زخمونه راغلي ٬ د هغه زوئے سلامت دے ولې د هغه ځينې محافظ ژوبل شوي۔ د روغتيا وزارت وياند اكمل ثمسور وئيلي دي كابل روغتون ته تر دې دمه د 6 كسانو مړي او 12 ژوبل شوي كسان راوړلې شوي۔ امراللہ صالح د صدر اشرف غنی د اولني نائب صدر او سرور دانش د دويم نائب صدر په حېث خپل خذمات ترسره كوي۔ دا خبره دې ښكاره وي دا بريد په يو داسې وخت كښې شوے كله چې د قطر پلازمينه دوحه كښې د افغان حكومت او طالبانو ترمخه بېن الافغان مذاكرات پېل كېدونكي دي







