برازیل كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 41 لكهه 65 زره ته ورسيده

ریوټی جنیرو 09 ستمبر (اے پی پی) لاطینی امریكې برازیل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 41 لكهه 65 زره څخه زياته شوې دعسې هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 27 زره 5 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ریكارډ 14279 …

ریوټی جنیرو 09 ستمبر (اے پی پی) لاطینی امریكې برازیل هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 41 لكهه 65 زره څخه زياته شوې دعسې هېواد كښې د وائرس له امله تر اوسه يو لكه 27 زره 5 سوه څخه زيات كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د امریكې ميډيا له مخې برازیل كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس ریكارډ 14279 نوي كيسونه رامخې ته شوي ٬ دې سره د مصدقه رنځورانو شميره 4165124 ته رسيدلې ۔ برازیل كښې دا مهال د كورونا وائرس 640373 فعاله رنځوران دي۔ د برازیل د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس له امله نور 504 كسان مړه شوي۔ چارواكو له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس له امله د مړو مصدقه شميره 127517 ته رسيدلې۔ برازیل كښې تر اوسه 34 لكهه څخه زيات د كورونا رنځوران ښه شوي۔ برازیل د كورونا وائرس رنځورانو او مړو په اعتبار سره د نړۍ دريم تر ټولو زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ برازیل كښې د كورونا وائرس وړومبنے كیس سږ كال په 26 فروری رامخې ته شوے ؤ

مزید خبریں