نوې ډيلې 09 ستمبر (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 43 لكهه 70 زره څخه زياته شوې دغسې په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 74 زره كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخې هند د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ د هېواد بيلو …
هند كښې د كورونا وائرس ځپليو شميره43 لكهه 70 زره څخه زياته شوي، 74 زره څخه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
نوې ډيلې 09 ستمبر (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو شميره 43 لكهه 70 زره څخه زياته شوې دغسې په هېواد كښې د كورونا وائرس له امله تر اوسه 74 زره كسان مړه شوي۔ د شورو په ورځ د هند ميډيا له مخې هند د كورونا وائرس رنځورانو په اعتبار سره د نړۍ دويم تر ټولو زيات ځپلے هېواد دے۔ د هېواد بيلو رياستونو كښې د كورونا وائرس له امله د ځپلو كسانو مجموعی شميره 4370128 ده دغسې د تيرو 24 ساعتو په مهال د كورونا وائرس 90 زره څخه زيات نوې كيسونه رپورټ شوي۔ چارواكو ووئيل په دې مهال هېواد كښې د كورونا وائرس له امله نور 1115 كسان مړه شوي۔ د هند د روغتيا وزارت شميرې له مخې هېواد كښې د كورونا وائرس فعاله كيسونو شميره 897361 ده۔ د سركاری شميرې له مخې هند كښې په مجموعی توګه د كورونا وائرس له امله ځپلي 34 لكهه كسان ښه شوي دي







