امریكه كښې د 24 ساعتو په مهال 2 كوچنۍ الوتكې رانسكورې شوي، د پائلوټانو پشمول 6 كسان مړه شول

اركنساس 09 ستمبر (اے پی پی) امریكا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 2 كوچنۍ الوتكې رانسكورې شوي چې په نتيجه كښې ئې د پائلوټانو پشمول 6 كسان مړه شوي۔ د امریكې اركنساس ریاست كښې د مسافرو الوتكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې موجود څلور كسان مړه شوي۔ د اركنساس څخه سوئيلي كیرولینا پلو روانې الوتكې د خراب موسم له امله لاره بدله كړې وه خو بيا …

اركنساس 09 ستمبر (اے پی پی) امریكا كښې د تيرو 24 ساعتو په مهال 2 كوچنۍ الوتكې رانسكورې شوي چې په نتيجه كښې ئې د پائلوټانو پشمول 6 كسان مړه شوي۔ د امریكې اركنساس ریاست كښې د مسافرو الوتكه رانسكوره شوې چې په نتيجه كښې ئې موجود څلور كسان مړه شوي۔ د اركنساس څخه سوئيلي كیرولینا پلو روانې الوتكې د خراب موسم له امله لاره بدله كړې وه خو بيا هم رانسكوره شوه۔ چې پكښې څلور واړه كسان د يوې كورنۍ ناست وؤ۔دې څخه وړاندې د امریكې كیلی فورنیا ریاست كښې د مسافرو يوه بله كوچنۍ الوتكه سیكوئیا نېشنل پارك كښې رانسكوره شوې ۔ د پيښې د سبب تعین نه دې شوے۔فیډرل ایوی ایشن پلټنو يوه كمېټی جوړه كرې ده ۔ په الوتكه د اوور لګيدو له امله نېشنل پارك اولس لپاره بند كړے شوے

مزید خبریں