په غېر قانوني هندي مقبوضه كشمير كښې د ډوميسائل اجراﺀ عمل ګړندي كولو له د ډوميسائل قانون نوټيفيكېشن جاري٬ تر دې دمه 14 لكه نه زياتو غېر كشميري وګړو ته ډوميسائل سرټيفيكېټس جاري كړې شوي

سرینګر ۔ 8 ستمبر (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې د مودي په مشرۍ كښې د هند فسطائي حكومت غېر كشميري وګړو ته د جمو وكشمير ډومیسائل جاري كولو عمل ګړندي كولو له تش د نامې د جموں وکشمیر ګرانټ آف ډومیسائل سرټیفیکېټ (پروسیجر) رول 2020 نوټیفیکېشن جاری كړے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا قانون سرټیفکېټ جاري كولو له يوه آسانه او په ټاكلې موده كښې د اجرا …

سرینګر ۔ 8 ستمبر (اے پی پی) مقبوضه كشمير كښې د مودي په مشرۍ كښې د هند فسطائي حكومت غېر كشميري وګړو ته د جمو وكشمير ډومیسائل جاري كولو عمل ګړندي كولو له تش د نامې د جموں وکشمیر ګرانټ آف ډومیسائل سرټیفیکېټ (پروسیجر) رول 2020 نوټیفیکېشن جاری كړے۔ د کشمیر میډیا سروس له مخې دا قانون سرټیفکېټ جاري كولو له يوه آسانه او په ټاكلې موده كښې د اجرا تګلاره په ګوته كوي دغسې چې د مقبوضه سيمې د آبادۍ تناسب كه په ورځو كه نه وي نو په مياشتو كښې خو ضرور بدل كړے شي۔ د اجرا عمل لا آسانولو له او په لږ تر لږ وخت كښې د ډوميسائل جاري كول باوري كولو له هندي حكومت د روان كال په مهال په 25 اګست يو نوټيفيكېشن اېس او 263 جاری كړې وو چې له مخې ئې مجاز چارواكي د شق 1اے او 4اے ترسېوري لاندې د خواست جمع كېدو نه وروستو 5 ورځو كښې د ډوميسائل سرټيفكېټ جاري كولو پابند دي۔ چارواكو تصديق كړے چې تر دې دمه 14لکھ 30زره نه زيات ډوميسائل جاري كړې شوي دي او دې لړ كښې 18لکھ91 زره نه زيات درخواستونه ترلاسه شوي دي۔

مزید خبریں