نيويارك 04 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځه امن مذاكراتو باوري كولو كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي او په افغانستان كښې د نړيوالې مرستې مشن مشر ډېبورا لائنس سلامتي کونسل ته د بريفنګ په مهال ووئيل د مذاكراتو دوېم پړاٶ اوس زيات لرې نه دے٬ د افغان حکومت استازو او …
د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځه امن مذاكراتو كښې د پاكستان كردار د سائنې وړ دے۔ ملګري ملتونه

مزید خبریں
نيويارك 04 ستمبر(اے پي پي) ملګرو ملتونو وئېلي دي د افغان حکومت او طالبانو ترمېنځه امن مذاكراتو باوري كولو كښې د پاكستان كردار د ستائنې وړ دے۔ افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر خاص استازي او په افغانستان كښې د نړيوالې مرستې مشن مشر ډېبورا لائنس سلامتي کونسل ته د بريفنګ په مهال ووئيل د مذاكراتو دوېم پړاٶ اوس زيات لرې نه دے٬ د افغان حکومت استازو او د طالبانو ترمېنځه باضابطه مذاكرات به په راتونكو اوونيو كښې بلكې په ورځو كښې پېل شي٬ مونږ د غړو هېوادونو پشمول د قطر٬ امريكې او پاكستان سره سره د نورو هېوادونو هم مننه كوٶ كوم چې په دې لړ كښې سفارتي هلو ځلو كښې شامل وو۔ ده زياته كړه چې ملګري ملتونه به نړيوالو شراكتدارو سره په ګډه د دواړو ډلو او كوربه هېوادونو سره مرستې لپاره د خپلې برخې كردار لوبوي۔ په افغانستان كښې د ملګرو ملتونو اعلٰې سفارتكار په ډلو زور رواړو چې ھغوي د مذاكراتو په مهال د بشري خواخوږۍ په بنياد جنګ بندي خپله اېجنډا كښې سرفهرست وساتي او ټول هېوادونه په دې لړ كښې خپل كردار ولوبوي۔ ده ووئيل د تېرو مذاكراتو نه پس د بنديوانو خوشې كول سخت پړاٶ ٶ خو په دې لړ كښې د مسئلو لرې كولو كښې 5 مياشتې لګېدلي ۔ ده ووئيل په مذاكراتو كښې به مهمه پوښتنه دا رامخې ته كېږي چې افغانان كوم طرز هېواد غواړي ۔ ؟ د مسئلو حل د جنګ په مېدان كښې نه شي لټولے كېدے او نه هم حل د بهر څخه ورتپلر كېدے شي۔ ده ووئيل د امن فضا ښه كولو لپاره به ډلو له د خپلو ذمه وارو خيال ساتلوي۔۔ ده ووئيل د امن په عمل كښې به د يو فعاله ميديا شموليت هم مهم ثابت شي٬ دې ته به هم كتنه كول وي چې په مذاكراتو كښې سول سوسائټي څنګه شاملېدې شي، په دې لړ كښې به زه په راتلونكې اوونۍ كښې د ميډيا كمپنو كنسورشيم سره ملاقات كښې د خيالاتو څرګندونه هم كوم۔ د ملګرو ملتونو استازي ووئيل افغانستان له به د اسياء د زړه په توګه تجارت٬ راهدارۍ٬ انفراسټرکچر ، د نشه اي توكو مخنيوي٬ د خلقو تګ راتګ او د معلوماتو تبادلې غوندې څانګو كښې سيمه ايزو اړيكو ته پراختيا وركولو سره د خپلو زياتو صلاحيتونو او ستراتېژك اهميت څخه بشپړه ګټه پورته كول پكاو وي۔ ده ووئيل د چين، ايران، پاکستان، تاجکستان، ترکمانستان او د ازبکستان لخوا د يو اېن اے اېم اے سفيرانو وركنګ ګروپ غونډې دج مثبت ردعمل هم هركلے كوٶ۔ ده ووئيل په افغانستان كښې په تېره اوونۍ كښې د كابينې تشكيل او د قامي تفاهم په اعلٰې كونسل كښې د تقررو هم هركلے كوٶ۔ په نومبر كښې كېدونكې كنفرنس او انټراافغان مذاكرات به په ګډه د افغانستان د سباٶن لاره هوارولو لپاره پرېكړه كوي۔ ده ووئيل يو اېن اے ايم اے په باقاعدګۍ سره طالبانو سره په تماس كښې دے دغسې چې دا خبره باوري شي چې ھغوي د پرمختګ ٬ د طرز حکمراني او د بشري حقونو پحقله د نړيوالې ورورولۍ د غړي په حېث په افغانستان كښې د خپلو ذمه واوريو نه ښه خبر دے۔







