افغانستان كښې د مائن چاٶدنې له امله 13 كسان مړه

کابل 28 اګست (اے پي پي) د افغانستان په سوئيلي قندهار ولايت كښې ګاډې مائن سره ټكر شوې چې په نتيجه كښې ئې 13 كسان مړه شوي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د قندهار والي وياند بهادر احمد احمدي ووئيل د مائن چاٶدنه د قندهار په سپين بولدك اولسوالۍ كښې ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې خلق يو اوپن اېئر ماركيټ ته روان وو۔ ده ووئيل چې …

کابل 28 اګست (اے پي پي) د افغانستان په سوئيلي قندهار ولايت كښې ګاډې مائن سره ټكر شوې چې په نتيجه كښې ئې 13 كسان مړه شوي۔ د برتانيې خبر رسنې ادارې له مخې د قندهار والي وياند بهادر احمد احمدي ووئيل د مائن چاٶدنه د قندهار په سپين بولدك اولسوالۍ كښې ھغه مهال رامخې ته شوه كله چې خلق يو اوپن اېئر ماركيټ ته روان وو۔ ده ووئيل چې چاٶدنه دومره زوروره وه چې د مړو شناخت نشي كېدې۔ يو دلې د دې چاٶدنې ذمه واري پغاړه نه ده اخستې۔ د يادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونو مائن اېكشن سروس له مخې په كال 2018 كښې 1415 افغان وګړي د مائن چاٶدنو په سوب مړه يا ټپيان شوي

مزید خبریں