سرینګر۔ 26 اګست (اے پی پی) د نرېندر مودی په مشرۍ كښې د بھارتیه جنتا پارټی فسطائي هندي حكوممت په غېر قانون توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې د ډومسائل جاري كولو عمل تندولو سره اړوندو چارواكو ته امر كړے چې هغوي درخواست كوؤنكو ته په اولنو 5 دفتري ورځو كښې د ياد شوي سرټيفكېټ وركړه باوري كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د جموں وكشمير جنرل اېډمنسټرېشن څانګې …
مودي حكومت جموں وكشمير كښې په 5 ورځو كښې دننه د ډوميسائل جاري كولو امر وكړو

مزید خبریں
سرینګر۔ 26 اګست (اے پی پی) د نرېندر مودی په مشرۍ كښې د بھارتیه جنتا پارټی فسطائي هندي حكوممت په غېر قانون توګه قبضه كړي جموں وكشمير كښې د ډومسائل جاري كولو عمل تندولو سره اړوندو چارواكو ته امر كړے چې هغوي درخواست كوؤنكو ته په اولنو 5 دفتري ورځو كښې د ياد شوي سرټيفكېټ وركړه باوري كړي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د جموں وكشمير جنرل اېډمنسټرېشن څانګې په دې لړ كښې په باضابطه توګه يوه حكمنامه جاري كړې كومه كښې چې وئيلې شوي اړوند چارواكي دې د درخواست ترلاسه كېدو نه وروستو په 5 وركنګ ورځو كښې ډوميسائل جاري كوي۔ دې نه وړاندې ډومسائل سټيفكېټ جاري كولو له 15 ورځې مقرر كړې شوې وې۔ دا خبره دې ياده وي هند جموں وكشمير كښې د روان كال مئي مياشت كښې د ډوميسائل نوے قانون نافذ كړے ؤ چې له مخې ئې د کشمیر اصل وګړو سره سره د هند هندوانو ته هم د دې ځائې ډوميسائل سرټيفكېټس جاري كولے شي چې بنيادي مقصد ئې كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلول دي۔







