نوې ډيلې ۔ 25 اګست (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 31 لکھ 67 زره نه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې د دې وائرس د لاسه د هېواد بېلو رياستونو كښې د مړو شمېره پرله پسې مخ په زياتېدو ده۔ د هند روغتيا وزارت لخوا د جاري كړو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې …
هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 31 لکھ 67 زره ته ورسېده ، نور 848 كسان مړه شول ، د مړو شمېره 58 زره نه زياته شوه

مزید خبریں
نوې ډيلې ۔ 25 اګست (اے پی پی) هند كښې د كورونا وائرس رنځورانو شمېره 31 لکھ 67 زره نه زياته شوې۔ د نهې په ورځ د هند ابلاغ ذريعو له مخې د دې وائرس د لاسه د هېواد بېلو رياستونو كښې د مړو شمېره پرله پسې مخ په زياتېدو ده۔ د هند روغتيا وزارت لخوا د جاري كړو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال هېواد كښې د كورونا 61 زره نوو كېسونو رامخې ته كېدو نه وروستو هېواد كښې د ځپليو مجموعي شمېره 3167323 ته رسېدلې ده۔ په دې مهال د كورونا فعاله كېسونو شمېره 7 لك 4 زره نه زياته شوې۔ هند كښې د نورو 848 كسانو د مرګ سره د وائرس د لاسه تر دې دمه د مړو مشېره 58546 ته رسېدلې ۔ د چارواكو له مخې دې رنځ څخه هېواد كښې تر دې دمه 23 لکھ نه زيات كسان ښه شوي هم دي







