د امريکې په سلامتي كونسل كښې د ايران په ضد د سنېپ بېك مېكنزم غوښتنه د سياسي شو نه علاوه هېڅ نه ده ۔ په ملګرو ملتونو كښې د چين مشن

ملګري ملتونه 21 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل مشن وياند د ايران په ضد د بنديزونو د بحالۍ د غوښتنې غندنه كولو سره وئيلي دي د امريکې په سلامتي كونسل كښې د ايران په ضد د سنېپ بېك مېكنزم غوښتنه د سياسي شو نه علاوه هېڅ نه ده ۔ د چين خبر رسنې دارې له مخې وياند دا بيان تېره ورځ د امريكې د خارجه …

ملګري ملتونه 21 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو كښې د چين مستقل مشن وياند د ايران په ضد د بنديزونو د بحالۍ د غوښتنې غندنه كولو سره وئيلي دي د امريکې په سلامتي كونسل كښې د ايران په ضد د سنېپ بېك مېكنزم غوښتنه د سياسي شو نه علاوه هېڅ نه ده ۔ د چين خبر رسنې دارې له مخې وياند دا بيان تېره ورځ د امريكې د خارجه وزير د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د ايران په ضد د بنديزونو بحالۍ د غوښتنې نه پس وركړے۔ د چين وياند ووئيل د ايران په ضد د بندېزونو بيا نفاذ لپاره د امرېكې مطالبه هېڅ قانوني حېثيت نه لري ٬ دا بيان د سياسي شو نه علاوه هېڅ نه دے د كوم چې د سلامتي كونسل غړو مخالفت كړے او نړيوالې ورورولۍ نه دې تسليم كړے

مزید خبریں