بيجنګ 21 اګست (اے پی پی) د چين په ينان ولايت كښې د سختو بارانونو، سېلاب او د زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 14 كسان مړه او 11 لكه كسان ځپلے شوي. د چينائي مېډيا له مخې د چين په سوئيلي لوېديز ينان ولايت كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې لويه تباهي شوې. په دې بارانونو كښې د يوولس لكه نه زيات خلق ځپلے شوي او 35 زره بې …
د چين په ينان ولايت كښې د سختو بارانونو، سېلاب او د زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 14 كسان مړه او 11 لكه كسان ځپلے شوي

مزید خبریں
بيجنګ 21 اګست (اے پی پی) د چين په ينان ولايت كښې د سختو بارانونو، سېلاب او د زمكې ښوئېدنې په پېښو كښې 14 كسان مړه او 11 لكه كسان ځپلے شوي. د چينائي مېډيا له مخې د چين په سوئيلي لوېديز ينان ولايت كښې د سختو بارانونو په نتيجه كښې لويه تباهي شوې. په دې بارانونو كښې د يوولس لكه نه زيات خلق ځپلے شوي او 35 زره بې كوره شوي. د رپورټ له مخې په بارانونو كښې د زيان اندازه 3 اربه 14 كروړه يوان لګولې شوې. د چارواكو له مخې په صوبه كښې تر اوسه 688.3 مليي ميټره باران شوے كوم چې د تېر كال په مقابل كښې 12.5 فيصده زيات دے







