واشنګټن 20 اګست (اے پي پي) امريکا كښې د كووېډ-19 څخه د ځپلو شمېره د 57 لكه نه زياته شوې او د وائرس په سوب د مړو شمېره يو لك 76 زره 337 ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا رپورټ له مخې هېواد كښې د كرونا رنځورانو شمېره 57 لكه 931 ته رسېدلې ۔ د امريکې د روغتيا څانګې چارواكو له مخې په هېواد كښې د …
امريکا كښې د کرونا وائرس ځپلو شمېره 57 لكه نه زياته شوه ٬ يو لك 76 زره نه زيات كسان مړه شول

مزید خبریں
واشنګټن 20 اګست (اے پي پي) امريکا كښې د كووېډ-19 څخه د ځپلو شمېره د 57 لكه نه زياته شوې او د وائرس په سوب د مړو شمېره يو لك 76 زره 337 ته رسېدلې ده۔ د زيارت په ورځ د امريكې ميډيا رپورټ له مخې هېواد كښې د كرونا رنځورانو شمېره 57 لكه 931 ته رسېدلې ۔ د امريکې د روغتيا څانګې چارواكو له مخې په هېواد كښې د كرونا د فعاله كېسونو شمېره 24 لكه 62 زره 263 ده او تر اوسه د دې رنځ په سوب د مړو شمېره يو لك 76 زره 337 ته رسېدلې ده۔ چارواكو له مخې امريكا كښې د كرونا وائرس كېسونه پرله پسې زياتېږي۔ چارواكو له مخې تر اوسه 30 لكه 62 زره 331 كسان وائرس له په ماتې وركولو صحت مند شوي۔ د يادونې وړ ده ګرده نړۍ كښې امريكا د كرونا وائرس وباء څخه زيات ځپلے شوے هېواد دے۔ امريكا كښې د كرونا وړومبے كېس سږ كال په 22مه جنورۍ رامخې ته شوے ٶ او د كرونا څخه زيات ځپلے شوے ايالت کيرولينا کيليفورنيا دے چرته چې تر اوسه 6 لكه 40 زره 722 كسان ځپلې شوي دي







