د مالي صدر د پوځي بغاوت نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړه

باماكو 19 اګست (اے پی پی)د لوېديزې افريقې د مالي هېواد صدر ابراهيم ابوبكر كيټا په هېواد كښې د پوځي بغاوت نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړې ده ۔د نړيوالې مېډيا له مخې صدر ابراهيم ابوبكر كېټا او وزيراعظم بوبو سيس په مالي كښې د پوځي بغاوت نه پس نيول شوے ؤ او بماكو سره نزدې يو پوځي كېمپ ته رسولے شوے ے ۔ابراهيم كېټا تېره شپه په …

باماكو 19 اګست (اے پی پی)د لوېديزې افريقې د مالي هېواد صدر ابراهيم ابوبكر كيټا په هېواد كښې د پوځي بغاوت نه پس د خپلې چوكۍ څخه استعفٰی وركړې ده ۔د نړيوالې مېډيا له مخې صدر ابراهيم ابوبكر كېټا او وزيراعظم بوبو سيس په مالي كښې د پوځي بغاوت نه پس نيول شوے ؤ او بماكو سره نزدې يو پوځي كېمپ ته رسولے شوے ے ۔ابراهيم كېټا تېره شپه په خپله يوه مختصره وېنا كښې د خپلې چوكۍ څخه د استعفٰی وركولو د پريكړی اعلان وكړو او وې وئېل زما خواهش دے چې زما اقتدار لپاره كومه وينه ونه بهېږي ځكه مې د چوكۍ څخه د جلا كېدو پريكړه كړې۔په مالي كښې د ابراهيم حكومت په ضد د كرپشن او بدعنوانۍ د سلګونو په شمېر مظاهرې شوې وې

مزید خبریں