ټوكيو كښې دسختې ګرمۍ د لاسه په 6 ورځو كښې 27 كسان مړه شول

ټوکیو ۔ 18 اګست (اے پی پی) ګرد جاپان كښې د سختې ګرمۍ چپه روانه ده۔ د ټوكيو چارواكو لمخې مېټرو پولېټن سيمه كښې تر يوې اونۍ د موسم زيات ګرم پاتې كېدو د لاسه په 6 ورځو كښې 27 كسان مړه شوي ۔ د طبي معائنه كار دفتر له مخې په مړو شوو كسانو كښې 70 فیصد هغه دي د كومو عمرونه چې د 70 او 99 كلونو ترمينځه …

ټوکیو ۔ 18 اګست (اے پی پی) ګرد جاپان كښې د سختې ګرمۍ چپه روانه ده۔ د ټوكيو چارواكو لمخې مېټرو پولېټن سيمه كښې تر يوې اونۍ د موسم زيات ګرم پاتې كېدو د لاسه په 6 ورځو كښې 27 كسان مړه شوي ۔ د طبي معائنه كار دفتر له مخې په مړو شوو كسانو كښې 70 فیصد هغه دي د كومو عمرونه چې د 70 او 99 كلونو ترمينځه وو۔ په 27 كښې 26 كسان په كور دننه مړه شوي ۔ په مړو شوو كښې د 23 كسانو كورونو كښې ایئرکنډیشنر يا خو نه ؤ او يا وو ولې هغوي نه كارولو۔ دا خبره دې ياده وي د جاپان په پلازمينه كښې د زياتې ګرمۍ د لاسه تر دې دمه 53 كسان مړه شوي۔ د صحت عامه چارواكو اولس ته هدايت كړے چې هغوي دې سختې ګرمۍ نه بچ كېدو لپاره 24 ساعته ایئرکنډیشنر كاروي او بيا بيا دې اوبه څښي

مزید خبریں